د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د شورا مشر له چاودنې روغ ووت


د سړک غاړې چاودنو کې اکثر ملکي خلک وژل کیږي

د سړک غاړې چاودنو کې اکثر ملکي خلک وژل کیږي

د کندهار ولایت په عینو مینې سیمه کې نن سهار شاوخوا لس بجې په یو کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو ته هغه مهال چاودنه ورکړل شوه چې د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکریزوال له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.

د کندهار د ۱۱مې حوزې آمر سمونوال فضلي احمد امریکا غږ ته وویل چې په پېښه کې یو تنکی ځوان ټپي شوی دی.

د ښاغلي احمد پر وینا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د ولایتي شورا رئیس له کور څخه د دفتر په لور روان وو.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې چاودنه ډیره زوره وره وه او ګڼو تجارتي مارکیټونو او هټیوالو ته يې مالي زیان رسولی دی.

د ۱۱مې حوزې د پوليسو آمر وايي چې چاودنه له لرې واټن څخه د ریموټ کنټرول له لارې شوې ده او زیاتوي چې د پيښې د عاملینو د نیولو لپاره يې پلټنې پیل کړي دي.

دوه اونۍ مخکې پوليسو د عینو مېنې په ښار ګوټي کې لسګونه کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي، وسلې او مهمات له دریو تنو سره یو ځای نیولي وو.

بلخوا د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي چې د ملي اردو سرتیرو د دغه ولایت په میوند، خاکریز، او ارغنداب ولسوالیو کې د خپلو مخالفینو پر وړاندې د چاڼیزو عملیاتو په ترسره کولو سره د دولت ۴ وسله وال مخالفین وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د ښاغلي خپلواک پر وینا په دغو عملیاتو کې ۸ کړۍ بیلابیل ډوله ماینونه هم د افغان امنیتي ځواکونو لخوا کشف او شنډ شوي دي.

هلمند کې ځانمرګي برید درې پړلیس ووژل

نن ماسپښین د هلمند ولایت د عامه ساتنې پر پولیسو یو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې درې پولیس وژل شوي دي.

د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار فرید احمد عبید امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا برید د یو کرولا موټر پواسطه د هلمند د دوراهي په سیمه کې نن د یکشنبې په ورځ دوه نیمې شوی چې د دریو پولیسو له وژل کیدلو ترڅنګ یې یوولس نور پولیس هم ټپیان کړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG