د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار والي د درملنې لپاره هند ته لیږدول شوی


د کندهار ولایتي چارواکي وایي، والي عزیزي چې د سه شنبې په شپه په چاودنه کې ټپي شوی وو، درملنې لپاره هند استول شوی
د کندهار ولایتي چارواکي وایي، والي عزیزي چې د سه شنبې په شپه په چاودنه کې ټپي شوی وو، درملنې لپاره هند استول شوی

د کندهار ولایتي چارواکو ټولې هغه اوازې نا سمې ګڼي چې د کندهار د والي د مرګ په اړه په ځینو ټولنیزو رسنیو کېخپرې شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک نن د جمعې په ورځ په يوه مطبوعاتي کنفرانس ته وويل، چې والي همايون عزيزي د پښو په برخه کي ټپونه اخيستي او د وجود څو برخې یې سوزیدلي دي.

خوهغه وویل چې د والي عزیزي روغتیایي حالت د ډاډ وړدی.

د کندهار د والي وياند زیاته کړه چې همایون عزیزي دم ګړۍ د هند په يوه تر ټولو مجهز روغتون کې تر درملنې لاندې دی او د هغه روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی .

په ورته وخت کې د کندهار د والي په میلمستون کې د سه شنبې د شپې پېښې په تړاو د متحده عربي اماراتو يو پلټونکی پلاوی هم له تیرو دږږ ورځو راهیسې په کندهار کې دی او د پېښې په اړه یې تخنیکي څېړنې پيل کړي دي.

د کندهار د والي ویاند په دې اړه وايي چې اماراتي تحقيقاتي پلاوی د ملي امنيت د شورا له تحقيقاتي ټيم سره ليدلي او دغه پلاوي ته یې په هره برخه کې اسانتیاوي برابري کړي دي.

بلې خواته لاهم د د دوو متحده عربي دیپلوماتانو او د کندهار د والي د مرستيال جسدونه تر ډې اين اې معايناتو لاندې دي.

د کندهار د مرستيال والي عبدالعلي شمسي د کورنی غړي وايي چې د متحده عربي اماراتو طبي ډله لاهم د خپلو اتباعو په شمول د ډې اين اې معايناتو پايلو ته انتظار اوباسي ، چې تر معیناتو وروسته به د مرستيال والي جسد د هغه کورنۍ ته سپاري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG