د لاس رسي وړ اتصالات

رازق: طالبان غواړي د کوټې شورا افغانستان ته ولیږدوي


جنرال رازق وايي د طالبانو له لوري د کندز ښار نیول هم دهغې پروژې برخه ده چې طالبان غواړي د کوټې شورا افغانستان ته انتقال کړي.
جنرال رازق وايي د طالبانو له لوري د کندز ښار نیول هم دهغې پروژې برخه ده چې طالبان غواړي د کوټې شورا افغانستان ته انتقال کړي.

د افغانستان په جنوب کې یوه تر ټولو لوړپوړي چارواکي جنرال عبدالرازق وايي د دوی استخباراتي معلومات ښيي چې د سیمې یو شمېر استخباراتي کړۍ په دې هڅه کې دي چې د کوټې شورا افغانستان ته انتقال کړي.

ښاغلی رازق وايي د دغه کار هدف دا دی چې پر پاکستان هغه انتقادونه کم شي چې وايي د طالبانو شورا د دغه هېواد د کوټې په ښار کې ده.

ده وویل د طالبانو له لوري د کندز د ښار نیول هم د همدغې پروژې یوه برخه ده، جنرال رازق د کندز ښار د سقوط په غبرګون کې په کندهار کې دا خبره وکړه.

هغه وویل که له ده وغوښتل شي چمتو دی د طالبانو سره د جګړې لپاره کندز ته ولاړ شي.

" زه د دې وطن یو عسکر یم؛ د جمهور ریس له امر وروسته به انشاالله د سترګو په رپ کې ځان کندز ته رسوم."

هغه ډاډ ورکړ چې کندز ته کومه پېښه به په جنوبي ولایتونه کې ونشي.

دی وايي" په هلمند او اروزګان کي ځيني مشکلات شته خو، د سقوط شاهدان به يې انشاالله هیڅ وخت نه یو. زموږ د یوه همسایه هېواد د استخباراتو په کمک ډېر کوښښ وشو چي د کوټي شورا بیرغ په شمالي هلمند کې پورته کړي خو دې هدف ته ونه رسېدل."

هغه که څه هم په ښکاره د کومې استخباراتي ادارې او یا هېواد نوم وانخیست، خو شننونکي وايي چې د هغه اشاره یې مخامخ پاکستان ته ده.

پر همدې مهال په یوه ستره غونډه کې د کندهار ولايت لسګونو ولسي مشرانو د کندوز له غمځپلو سره خواخوږي وښوده او ويې ويل چې پر دغه ولايت راغلى ناورين د حکومت د بې غورۍ له امله دى.

هغوى له حکومته وغوښتل چې په کندوز کې جدي اصلاحات راولي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG