د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوب له پولې د راستېدونکو کډوالو شمیر زیات شوی دی


د افغانستان دجنوب له لاري ،په ۲۰۱۲ کال کي هېواد ته له ايران اوپاکستان څخه دبيرته راستنېدونکوکډوالوشمېره ډېروو . دکندهاردکډوالواوبیرته راستنيدونکوچارو اداره وايي چي د۱۲سوه کورنيولپاره به ديوه ښارګوټي دوېش چاري په راروان پسرلي کې پیل کړي.

په تېرمېلادي کال کي هېواد ته دراستنېدونکو کډوالوشمېر څه کم څلور زرو کورنيوته رسېږي ،چي دا شمېر د نورو کلونو په پرتله زيات والی ښيي.

په کندهارکي دکډوالو او بيرته راستنيدونکوکډوالو ټول شمېر د دغي ادارې مشر ۳۹۵۰ کورنۍ ښيې چي ۶۷۰ يې پکښي په کندهارپوري اړوند دي .

دکډوالو اوبيرته راستنيدونکوچارو رئيس محمدعظيم نوابي وايې چي دمهاجرينودنړيوال سازمان يا (يواين ايچ سي آر)په مرسته يې له راستنېدونکوکورنيوسره مالي مرسته هم کړې .

دی زياتوي ياده شمېره ښيې چي هېواد ته له ايران اوپاکستان څخه دبيرته راستنېدونکوکډوالوشمېرد نورو کلونو په پرتله ډېروو. ښاغلی نوابي وايي چي دکندهار په کچه دپنجوايي والسوالۍ دصالحانوپه سيمه کي يې د۱۲۰۰ کورنيوپه ظرفيت دمهاجرينو د يوه ښارګوټي ابتدايې کارونه هم بشپړيدونکي دي اود نوي لمريزکال په لمړيوکي به يې پربيرته راستنېدونکو کډوال د وېش لړۍ پيل شي

هېواد ته د بيرته راستنېدونکوکډوالو موضوع دولت ته يو له مهمومسئلوڅخه ده چي دسر پنا په ګډون يې دکار روزګار اړتياوي په سرکي راځي . دکندهار د کډوالواوبيرته راستنېدونکوکډوالو رئيس وايې چي په تیره څه باندي يوه لسيزه کي يې وزارت هيڅ پرمختيايي بوديجه نه ده ورکړې اود راتلونکي کال لپاره يې ورته ديوه ښارګوټي دجوړلودخدماتوپه برخه کي ژمنه ورکړې .
XS
SM
MD
LG