د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار دیني عالمانو په روژې کې اوربند غوښتی


په کندهارکې ديني عالمانو د روژې په مياشت کې د جګړې د ښکېلو خواوو څخه د اوربند غوښتنه کړې ده.

د کندهار ديني عالمانو د يوې غونډې په ترڅ کې د دولت او وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې د روژې په مبارکه مياشت کې دي د اوربند اعلان وکړي.

دغه ديني عالمانو چې شمېر يې لس ګونو تنو ته رسېدی، په روانو جګړو کې یې د ملکي وګړو پر تلفاتو باندي د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل هره هغه ډله چې د سولې غوښتنې ته غاړه نه ایږدي د بې ګناه وګړو د وژل کېدو مسول دي.

دوي زیاته کړه چې وسله واله طالبان د افغانستان څخه دباندي په قطر کې د بهرنيانو سره سوله کوي، خو دلته يې د جګړې سنګر تود ساتلى او هره ورځ ملکي وګړي وژني.

د ديني عالمانو د اصلاح د شورا مشر قاري عبدالبشير وویل چې په قطر کې د بهرنیانو سره خبرې کېږي خو په افغانستان کې د افغانانو سره خبرې نه کېږي،، چې نن په قطر کې دیْ د خارجیانو سره لاس لیک کوي. ورسره کښېني، د هغوي معاهدې لاس لیکوي، خو د افغانانو سره د پنځو خبرو دپاره نه کښیني. نن چې ما و تا په غم لړلي یوو. یا د ماینو د چاودنو ښکار ګرځو. مونږ د الله پروردګار څخه دا خواست کوو چې د دې مبارکې روژې میاشت په روی سره کوم غم چې زمونږ په هیواد غوړیدلی دی ای پروردګاره هغه ټول کړې.،،

ها خواپه کندهار کې د سولې شورا رئيس حاجي عطامحمد احمدي وايي چې دوي مخکې لا هم ددولت وسله والو مخالفينو ته دسولي وړانديزکړی. خوپرديني عالمانويې ږغ وکړچي د دواړو لوريو ترمنځ دي منځګړيتوب وکړي ترڅو پر يوه اوربند هوکړه وشي .

په عین حال کې په جنوب کې د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسيون مرستيال شمس الدين تنوير په دې وروستيو کې د ملکي وګړو پر تلفاتو باندي د اندېښنې ښودلو ترڅنګ د جګړې د دواړو غاړو څخه غوښتنه کړې چې د روژې د مياشتې په درناوي دي د جګړې نه کولو اعلان وکړي.

تردې یوازي دوې ورځې مخکي د وسله والوطالبانو د یوه ویندوي له ادرسه رسنیو ته په لیږل شوي لیک کې وسله والوطالبانو د روژې په میاشت کې هم دجګړې پردوام ټینګارکړی دی .

عزیزالله پوپل- کندهار
XS
SM
MD
LG