د لاس رسي وړ اتصالات

د چمن- سپین بولدک لاره لا هم تړلې ده


د چمن – سپین بولدک په ترانزیټي لار د ۹۰٪ څخه زیات اقتصادي توکې د افغانستان جنوبي ولایتونو ته وړل راوړل کیږي.
د چمن – سپین بولدک په ترانزیټي لار د ۹۰٪ څخه زیات اقتصادي توکې د افغانستان جنوبي ولایتونو ته وړل راوړل کیږي.

کندهاري سوداګر وایي، په تیرو نهو ورځو کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا د چمن سپین بولدک د لارې د بندولو له امله یې میلیونونه ډالره زیان کړی دی.

نن د یکشنبې په ورځ د کندهار د ولایت یو شمیر سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې د نهو پرله پسې ورځو لپاره د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا د چمن سپین بولدک د لارې د بندولو له امله خفګان څرګند کړ او د افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې د پاکستان د حکومت سره دې په دې مسله په لوړه کچه خبرې وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال حاجي محمد یونس مومند د کندهار د بزګرانو د انګورو د حاصل په موسم کې چمن – سپین بولدک د لارې تړل د پاکستاني سرحدي ځواکونو یوه داسې پریکړه وګڼله چې د ښاغلي مومند پر وینا هیڅ د توجیه وړ نه ده.

ښاغلي مومند وویل "مونږ د افغانستان د حکومت څخه خواهش او ګیله هم لرو، چې په دغو ورځو کې چې د انګورو د حاصل موسم دی، که تاسو لاړ شئ د انګورو باغونو ته د انګورو ډک موټر ولاړ دي او ورڅخه اوبه بهیږي".

افغان سوداګرو دې غونډې ته وویل، دوی نه پوهیږي چې ولې دا لاره تړل شوې ده، خو هغوی ادعا کوله چې پاکستان هرکال د تازه میوو د حاصل پر وخت داسې اقدامات ترسره کوي چې له امله یې افغان بزګران او سوداګر زیان ویني.

هغوی د دغې لارې د بندیدلو له امله پیښ شوی زیان د میلیونونو ډالرو زیان وباله، د جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څخه یې کلکه ګیله وکړه چې د ټاکنو پر وخت یې د کندهاریانو د رایو د ترلاسه کولو لپاره دواړو دغه ولایت ته منډې وهلې، خو د هغوی پر وینا اوس چې کندهاریان د لویې ستونزې سره مخ دي ددغو دوو مشرانو څخه یو یې هم غم نه خوري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال حاجي محمد یونس مومند وویل، چې افغان حکومت که ورسره مرسته کولې نو بهر ته یې د هوا له لارې د تازه میوو په رسولو کې د کندهار بزګرانو سره مرسته کولی شوه.

ښاغلي مومند وویل "دا مشکلات هرکال وي، د افغانستان له حکومت څخه هیله لرو چې دې مشکلاتو ته د پای ټکی کیږدي. مونږ به د ټولو سوداګرو سره په سلا مشورو سره داسې پریکړه وکړو چې د یوداسې هیواد سره راکړه ورکړه بنده کړو چې تل مونږ ته ستونزې راولاړوي".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال وویل په دې مسله به د لوی اختر وروسته افغان سوداګر خبرې وکړي.

تراوسه لا پاکستان په رسمي ډول د چمن - سپين بولدک د لارې د بندولو د علت په هکله څه نه دي ویلي، خو ۹ ورځې وړاندې دا لاره هغه وخت پاکستاني سرحدي ځواکونو وتړله چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ په سرحدي سیمه کې د پاکستان له خوا د دوستۍ په نوم په جوړه شوې دروازې باندې یو شمیر قهریدلو افغان ځوانانو ډبرې وویشتلې او د رپوټونو له مخې د پاکستان بیرغ ته یې اور واچوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت چارواکي د لارې د تړلو علت د پاکستان د سرحدي ځواکونو د سوتفاهم زیږنده ګڼي او وایي، چې د لارې د خلاصون لپاره هڅې دوام لري.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې اوړمه ورځ دا لاره په موقتي توګه پرانیستل شوې وه چې تر پنځه دیرشو پورې کانټینرونه د سرحد هغې غاړي ته واوړیدل.

ښاغلي قوقندي وویل "خبرې روانې دي، انشالله تر راتلوونکو ساعتونو او یا ورځو به دا لار بیرته پرانیستل شي ".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویاند وویل د لارې تړل د پاکستان په زیان هم دي. د همدې له امله ښاغلی قوقندي هیله لري چې دا لار به ژر بیرته پرانیستل شي.

د چمن – سپین بولدک لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه لویه ترانزیټي لار ده چې تر ۹۰٪ څخه زیات صادرات او واردت د افغانستان جنوبي ولایتونو ته د همدې لارې تر سره کیږي.

XS
SM
MD
LG