د حکومت ماموران وايي چې وسله والو جنگیالو چې ټوپکې او چاودېدونکي مواد ورسره وو، نن په قندها ر کې د پولیسو په یوه مرکز باندې حمله وکړه او د امنیتي ځواکونو ٦ غړي یې ووژل او تقریبا ١٠ کسان یې زخمي کړل.
مامورانو وویل چې د حملی سره سم په قندهار کې میشتو نړیوالو ځواکونو د افغانستان د امنېتی ځواکونو مرسته وکړه. د قندهار د ولایت یوه ویاند خبریالانو ته وویل چې ٣ تنه حمله کوونکي هم وژل شوي دي.
طالبانو په قندهار کې د نننۍ حملی مسوولیت په غاړه اخیستلی دی.
له بلی خوا ناټو نن وویل چې افغان او ایتلافي ځواکونو د سرحدي پولیسو هغه غړی وویشته او ویې واژه چې د دوشنبې په ورځ یې په میمنه کې دوه تنه امریکایي عسکر وویشتل. ناټو وویل چې ددغې حملې په شک یې دوه کسان نیولي دي چې اوس د تفتیش لاندې دي.
په داسی حال کې چې امریکايي عسکرو د یوه سیمه ایز قوماندان سره خبرې کولې، نوموړي سرحدي پولیس حمله وکړه او دوه تنه عسکر یې ووژل.