د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار پوهنتون په یوې درسې خونې کې دننه د دغه ولایت د مرستیال او فرهنګي څېرې عبدالقدیم پتیال له وژل کېدو وروسته، په ځینو افغان پوهنتونونو کې د افراطي اشخاصو د فعالیتونو په اړه شته اندېښنې لا پسې زیاتې شوې دي.

په دې اړه د ځینو نورو ډلو او سیاسي شننونکو ترڅنګ په کندهار کې د ودان افغانستان په نامه ګوند وار له واره خپله اندېښنه څرګنده کړه.

د دغه ګوند مشر محمد یار یار د شنبې په ورځ نومبر اتمه په کندهار ښار کې یوې خبري غونډي ته وویل که حکومت په تعلیمي موسسو کې د افراطیانو د فعالیتونو مخه ونه نیسي، هېواد ته به لوی سرخوږی جوړ کړي.

نوموړي د کندهار او کابل پوهنتونونه د نمونې په ډول یاد کړل او ادعا یې وکړه چې دغلته ځينې خاصې کړۍ په کې د تشدد د خپرېدو لپاره پټ او ښکاره فعالیتونه کوي.

هغه وویل "په علمي او اکاډميکو مرکزونو کې باید یوازي د علم او زده کړي لپاره فکر وشي او دولت ته په کار ده چي په دې باب د قانون ماتوونکو په وړاندي نور جدي چلن غوره کړي. د لوړو زده کړو نصاب ته له سره کتنه او په پوهنتونونو کې د نورو موخو د پالوونکو کلکه څارنه دې وشي. "

افغان حکومت او د لوړو زده کړو وزارت په وار وار له افغان زده کوونکو غوښتي چې د سیاسي او نورو افراطي فعالیتونو څخه دې لاس واخلي او یوازې خپلو زده کړو ته دې پام ور واړوي.

د کندهار پوهنتون د علمي شورا یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط د امریکا غږ ته وویل چې په کندهار پوهنتون کې د محصلینو تر منځ ځيني داسي کړۍ شته چي افراطي افکار پالي او افراطي فعالیتونه کوي .

نوموړي دا د امنيتي بنسټونو دنده وبلله چي باید د دغو خلکو مخه ونیسي.

د افغانستان ملي امنیت او نورو امنیتي ارګانونو په کابل او نورو ولایتونو کې په تېرو شاوخوا څو کلونو کې لسګونه محصلین له طالبانو او نورو اورپکو ډلو سره د تړاوو لرلو په شک نیولي او بندیان کړي هم دي.

د ډېرو په باور چي په دې وروستیو کلونو کې له ننګرهار څخه نیولې بیا تر کابل او کندهار پورې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په نورو تعلیمي بنسټونو کې یو شمېر تندلاري زده کوونکي پټ او ښکاره فعالیتونه لري خو، لا یې د مخنیوي لپاره کومه اغیزناک ګام اخیستل شوی نه دی.

په دې وروستیو کې د کابل پوهنتون سلګونو محصلینو په یوې ورځپاڼې کې اسلام ته د سپکاوي په اړه د یوې لیکنې پر ضد مظاهره وکړه، خو دوی د امریکا او اسرایلو پر ضد شعارونه هم ورکول.

د سیاسي چارو ځیني شننونکي او د ټولنیزو رسنیو ځينې فعالان دا نیوکه هم کوي چې افغان محصلین د هېواد او نړۍ د یو شمېر داسې مسایلو په اړه لارو کوڅو ته راوځي او سړکونه بندوي چې، په محصلینو پورې هېڅ تړاوو نه لري، د دوی په باور په افغان پوهنتونونو کې داسې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ شته چې له محصلینو څخه په ګټې اخیستلو د افغان حکومت پر ضد فعالیتونه کوي.

په ټولنیزو رسینو کې خو ځیني افغان پوهنتونونه د ترهګرو ځالې هم بلل شوي دي.

څو ورځې وړاندې د کندهار پوهنتون په یو درسي صنف کې د ننه نا معلوم وسله وال یا وسله والو د دغه ولایت د والي مرستیال عبدالقدیم پتیال په ډزو وواژه.

بریدګر وتښتېدل، خو دا پوښتنې لا هم کیږي چې وسله وال څنګه پوهنتون ته ننوتل؟ او څنګه له برید وروسته وتښتېدل او و نه نیول شول ؟

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG