د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د پېچکارۍ په وسیله ماشومان واکسین کیږي


د عامي روغتیا مسئولین وايي چې دغه واکسین یوازې د کندهار ولایت لپاره ځانګړی شوی دی.
د عامي روغتیا مسئولین وايي چې دغه واکسین یوازې د کندهار ولایت لپاره ځانګړی شوی دی.

په کندهار کې په لمړي ځل د پېچکارۍ په وسیله د پوليو پر ضد شپږ ورځنی کمپاین تازه پيل شو .

د عامي روغتیا مسئولین وايي چې دغه واکسین د کندهار ولایت ځینو نورو سیمو لپاره ځانګړی شوی دی.

د کندهار جغرافیوي موقعیت ته په کتو دا ولایت له پاکستان او د هیواد په دننه یو شمېر ولایتونو ته د تلو راتلو مهمه لار ده .

په کندهار کي ډنډ، د امان، تخته پل، سپين بولدک، میوند، ژېړۍ، او پنجوايي هغه ولسوالۍ دي چي ( IPV ) یا د پیچارۍ له لاري له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین کيږي.

یادي والسوالۍ له ګاونډي هیواد پاکستان، مرکزي او جنوب غربي ولایاتو سره پر نښلونکو لویو لارو پرتې دي.

د پيچکارۍ له لارې واکسین چې په مالي لحاظ تر ټولو قیمتي دي، د پولیو د ويروس په وړاندې دماشوم د بشپړه معافیت توان لري .

د کندهار د عامي روغتیا ریاست د عامه اړیکو مسئول ډاکتر عزیزالله کاکړ وويل چې کندهار د پوليو د ویروس د ګواښ له پلوه تر لوړ تهدید لاندې دی او د پيچکارۍ له لاري واکسین هم له همدې کبله ورته ځانګړی شوی.

ده وویل "موږ پدې حوزه کې دوه نوي پېښې لرو یوه په میانشین او یوه هم په زرنج کې ده ځکه هغه خلک هم له دې لارې څخه تګ راتګ لري، موږ تصمیم و نیوه چې دا واکسین باید پدغو ولسوالیو کې وشي، دا چانس یوازې کندهار ته په لاس ورغلی او هیڅ ماشوم باید ورڅخه پاته نشي، دا چانس بیا نه راځي او د تل لپاره ماشوم د پولیو د ویرویس په مقابل کي وقایه کوي. "

په جنوبي ولایاتو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونسیف د عامه اړیکو مسئول سیدکمال شاه وايي چې د پېچکارۍ له لارې واکسین په ټول عمر کې ماشوم ته یو ځل کیږي او د معافیت کچه يې هم ډېره لوړه ده .

ده وویل "د IPV یا د پيچکاري له لارې واکسین په افغانستان کي نوی پيل شوی، د دې معافیت ډېر لوړ دی او تر هغه چې په افغانستان کې د پولیو څاڅکي وي موږ هر ماشوم ته یو ځل دا واکسین ور کوو "

جنوب او جنوب لویدیځه حوزه د پولیو د ګواښ له کبله له خطر څخه ډکه سیمه بلل کیږي .

ځکه خو دلته د یاد مرض په وړاندې د ماشومانو د معافیت د لوړېدو لپاره د واکسین تر ټولو پر مختللی ډول عملي کیږي.

که څه هم د پېچکارۍ له لارې د واکسین عملي کول یو څه سخت کار دی خو روغتیايي مسئولین ټينګار کوي چې د پوليو ګواښ ته په کتو باید ځآيي خلګ او ولسي مشران ورسره مرسته وکړي .

په دغه کمپاین کې شاوخوا ۲۵۵ زره ماشومانو ته دغه واکسین کیږي او ۵۶۵ صحي ټیمونو ته دغه واکسینونه رسول کیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG