د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار معروف ولسوالۍ کې چاودنې ۴ ملکیان ووژل


دغه ډول پیښه تیره میاشت د پنجوايي په ولسوالۍ کې شوې وه.
دغه ډول پیښه تیره میاشت د پنجوايي په ولسوالۍ کې شوې وه.

د کندهار په ولاېت کې د سړک دغاړې د بم په ېوه چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي دي.

ولاېتي چارواکي وايي چې بم د معروف په ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه هغه وخت وچاوده چې یو ټراکټور پر وربرابر شو.

د اسوشیتیډ پرس خبري اژانس راپور ورکړ چې وژل شویو کسانو کې درې ښځې او ېو سړی شامل دی.

پرون د پکتیا ولایت د سید کرم په ولسوالۍ کې درې کسان هغه مهال ووژل شول چې یوه ځان وژونکي د حکومت په یوه ودانۍ مرگانئ حمله وکړه. د سید کرم ولسوالۍ د پاکستان د پولې سره څېرمه پرته ده.

XS
SM
MD
LG