د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې یوه ماموره ووژل شوه


کندهار کې یوه ماموره ووژل شوه
کندهار کې یوه ماموره ووژل شوه

افغان چارواکي وایي، د کندهار ولایت یوه ماموره، نن سهار وختي، د کندهار په ښار کې په خپل کور کې ویشتل شوې او وژل شویده.

یو حکومتي نطاق وایي دغه ښځه رابعه سادات نا پیژندل شوو ټوپک والاوو ، نن سهار په داسې حال کې وویشته چې په خپل موټر کې سپرېده.

سادات، د کندهار ولایت د ټولنیزو چارو په ریاست کې کار کاوه.

تر اوسه پورې هیڅ ډلې ددې وژنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی او چارواکي نه پوهیږي چې ولې دغه ښځه ووژل شوه.

ددې حملې یوه ورځ مخکې جګړه مارانو، د قندهار په ولایت کې د یوی بین المللی نظامی اډې نه بهر د تدراکاتو په یوې ډیپو باندی حمله وکړه، څلور تنه امنیتی ساتونکي یی ووژل.

د کندهار د والي نطاق، زلمي ایوبي وویل، وسلوالو جګړه مارانو پرون د دوشنبې په ورځ د یوې هالنډۍ موسسې په انګړ باندې چې پوځ ته تیل رسوي حمله وکړه.

XS
SM
MD
LG