د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې طالبانو ٣ امریکايي عسکر او ٥ افغانان ووژل


ناټو وايي په کندهار کې د پولیسو په يوه قرارگاه باندې په حمله کې درې امریکايي عسکر او پنځه تنه ملکی کسان وژل شوي دي.

په يوه اعلامیه کی چې ناټو نن خپره کړې ده ویل شوي چې د بمونو نه ډک یو موټر د قندهار په ولایت کی د پولېسو د عمومي قرارگاه د دروازې مخی ته وچاوده او بیا ورپسې طالبانو په ودانئ باندی د ماشیندارو او راکټونو ډزې وکړې.

ناټو وايي چې نړیوالو قواو او افغان پولیسو په کامیابئ دغه حمله په شا وتمبوله او طالبان ېې پری نه ښودل چې د پولیسو قرارگاه ته ورننوځي.

د ناټو مامورانو دا ونه وېل چې په حمله کی دکوم هیواد عسکر ووژل شول.

دا حمله يوه ورځ وروسته د هغې کیږی چې پرون يوه افغان عسکر په هلمند حمله وکړه او دری تنه برېتانوی عسکر ېې ووژل او څلور نور ېې زخمیان کړل. گمان کېږی چې دغه حمله د مخی نه پلان شوې وه.

دبرېتانېی مطبوعاتو نن راپور ورکړ چې په دریو وژل شوو برتانویانو کی یې یو د پوځ لوړ رتبه صاحب منصب و.

دافغانستان دپوځ قوماندان شېر محمد کرېمی نن وعده وکړه چې حمله کوونکې افغان عسکر به ونېسی او محاکمه به ېې کړی.

د ناتو يوه ویاند ډگروال جیمز کار سمیت هم نن وویل چې دغه حمله د يوه سړي کار و چې هم یې د خپلو ملگرو سره بې وفایي وکړه او هم یي د نړیوالو قواوو سره خیانت وکړ.

د انټرنیټ په يوه بیانیه کی طالبانو دعوا وکړه چې نوموړی عسکر د طالبانو تر کنترول لاندی سیمې ته رسیدلی دی او ځان یې ورته تسلیم کړ، خو په ازاد ډول د طالبانو ددغې ادعا په باب معلومات نشته.

جمهور رئیس کرزي ناټو او د برتانیې حکومت ته ددغې پیښی له امله یو معذرت لیک لیږلی دی.

د برتانیې صدراعظم ډیویډ کیمیرون په برتانوي عسکرو باندې حمله یو وحشتناک عمل بللی دی خو وايي چې د افغاني قواوو سره د برتانیې د همکارئ ستراتیژي باید دوام ولري.

XS
SM
MD
LG