د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ٦ پولیس ٢ امریکا عسکر ووژل شول


په کندهار کی د سړک د غاړې په دوو بیلابیلو چاودنو کی شپږ افغان پولیس او دوه امریکایی عسکر وژل شوي دي.

افغان چارواکي وایي چې ددغو پولیسو موټر پرون د سړک د غاړې په یوه بم وربرابر شو. په پیښه کې ۴ پولیس زخمي شوي دي.

طالبانو د دې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

همدا شان د افغانستان په جنوب کې دوه امریکایي عسکر هم پرون د بم په یوه جلا حمله کی ووژل شول، ناټو په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.

طالبانو په داسې حال کې خپلو حملو ته زور ورکړی چې د امریکا په مشرئ د ناټو او افغان قواوې غواړي کندهار او شاوخوا سیمې د طالبانو نه پاکې کړي.

دغه د تشدد وروستۍ پیښې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان حکومت سبا ته په کابل کې د یوه نړیوال غټ کنفرانس لپاره تیاری نیسي.

XS
SM
MD
LG