د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار پر هوايي ډګر برید کې ۴۸ کسه ووژل شول


په برید کې د وژل شویو او ژوبل شویو په اړه لا ارقام وروستي نه دي.
په برید کې د وژل شویو او ژوبل شویو په اړه لا ارقام وروستي نه دي.

ښايي په تېرې يوې لسیزې کې دا د کندهار په هوايي ډګر باندې د طالبانو دا برید تر ټولو ستر او د خپل ډول لومړنی وي.

برید تېر ماښام پیل شوی دی.

د وژل شویو او ژوبل شویو د ارقامو په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي دي، د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په برید کې ۳۷کسانوګړي وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل دي.

د دفاع وزارت یوه اعلامیه وايي چې په برید کې تر دې دمه نهه بریدګر هم وژل شوي دي.

خو، د کندهار د میرویس روغتون یو ه ډاکټر امریکا غږ اشنا ته وویل چې تر دې دمه د ۴۸ کسانو مړي وروستل شوي چې په کې، ولسي خلک، افغان ځواکونه او طالب ترهګر شامل دي.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

خو په کندهار د ۲۰۵ قول اردو مشر داود شاه وفادار وايي چې په برید کې ۱۷ ترهګر شامل وو چې ۱۴ يې وژل شوي، یو یې ژوندی نیول شوی او دوه نور يې لا هم پټ دي او خال خال ډزې کوي.

ویل کیږي چې برید کوونکو یو شمېر خلک یرغمل کړي هم دي، خو د دفاع وزارت وايي د برید په اړه او په برید کې د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو شمېر ورسوته خبروي.

طالبانو د دغه برید مسولیت اخیستی دی. د کندهار هوايي ډګر د افغانستان د مهمو هوايي ډګرونو څخه شمېرل کیږي چې د افغان ځواکونو ترڅنګ امریکايي ځواکونه هم په کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG