د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د میرویس روغتون د ډاکټرانو اعتصاب


د میرویس حوزوي روغتون چي د عامو خلګو تر منځ په چینايي شفاخانې شهرت لري، د افغانستان په جنوب کې تر ټولو ستر او مصروفه روغتون دی.

په دې روغتون کې ټولټال ۱۸۰ تنه ډاکتران په بیلا بیلو طبي څانګو کې په دنده بوخت دي.

دلته هره ورځ د کندهار په ګډون د زابل ، هلمند ، اروزګان او ځینو نورو ولایتونو په لس ګونو د جګړې او ترافيکي حادثاتو قربانیان او یو شمیر ناروغان د درملنې لپاره راځي .

یاد روغتون په هرو څو دقیقو کې د یوې نوي پېښي د قربانیانو شاهد دی او د هر ډاکتر یوه شېبه وخت يې د ناروغ د ژوند او مرګ په معنا تعبیریږي .

خو دوې ورځي کیږي چي په دغه روغتون کې یو شمېر ډاکترانو اعتراض او د دوشنبې په ورځ د نومبر ۱۷ نېټه څو ساعته کاري اعتصاب کړی.

د روغتون د مشرتابه لخوا د حقوقو نه ورکړه او ورته د یو لړ ستونزو جوړېده يې دوې اساسي نیوکي دي.

اعتراض کوونکي، ترینر ډاکټران دي چي د خبلي دندي تر څنګ په روغتون کې د ځوانو ډاکترانو د تخصصي روزنې مسئولین هم دي. دوی وایي " دوی په خپل سر اجرات کوي او زموږ حق الزحمه يې دا ۶ کاله نه ده را کړې ، دوی موانع اجادوي او علت يې دادی چي دوی خپله کدري غړي نه دي ، اوس هم موږ خپل غږ پورته کوو چې موږ خلګو ته خدمت کوو او وظیفه نه پرېږدو" .

اعتراض کوونکي ډاکتران د ستونزې د حل لپاره د عامې روغتیا وزارت له چارواکو غواړي چي په دې برخه کې يو پلاوی وټاکي .

خو د روغتون مشرتابه بیا د ډاکترانو شخصي منافع او په دولتي دنده کې غفلت ته ګوته نیسي .

په رسمي وخت کې په شخصي معاینه خانو کې کار ، د شپې له پلوه بسترو ناروغانو ته نه ورتګ ، په روغتون کې له موجودو طبي ماشینونو څخه د ګټي نه اخیستل او په ټوله کې ناروغان شخصي معاینه خانو ته وربلل هغه موا رید دي چي د میرویس حوزوي روغتون رئیس ډاکتر داود فرهاد يې د معترضو ډاکترانو په اړه یاده وي.

دی وايي چي پر سرغړونکو ډاکترانو يې ځینې اصول پلي کړي او موخه يې په دغه مهم روغتون کې د چارو سمون او ناروغانو ته د با کیفیته خدمتونو وړاندي کول دي .

ډاکتر فرهاد وايي " د دوی د شخصي ګټي خبره ده ، زموږ ځيني داسي ناروغان چي با کیفیته خدماتو ته يې اړتیا لرل ددوی په نه موجودیت کې هغوی په روغتون کې ساه ورکړې او دوی زموږ هغه ډاکتران دي چي متخصصین دي ، اما دوی به په شخصي معاینه خانو کې وو او هلته به يې کار کاوه " .

د میرویس روغتون د مشرتابه دغه وروستی اقدام پر داسي مهال تر سره کیږي چي تر دې مخکې له ناروغ سره د ناسم چلند او په درمنله يې کې يې د ځينو ډاکترانو ناغیړي هم ناروغانو او هم د هغوی پایوازانو له رسنیو سره یاده کړې .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG