د لاس رسي وړ اتصالات

د کاپیسا ـ سروبي ترانزیت سرک پرانیستل کیږي


د کاپیسا ـ سروبي ترانزیت سرک پرانیستل کیږي

د کاپیسا ـ سروبي ترانزیت سرک پرانیستل کیږي

د کاپیسا ولایت نه تر سروبی پوری ترانزیت سړک به په نږدی راتلونکی کی ګټی اخیستنی ته وسپارل شي دا لار به د ٩٠ کیلو مترو په واټن مزل را لنډ کړي.

همدارنګه په دې ولایت کی ډیرې ناامني لارې اوس د ویره اچونکو له شره پاکې کړای شوي دي.

ددې ولایت امنیتي چارواکي وایي د شوخی او صیاد سیمې یې د ترهه اچونکو نه خلاصې کړي او خلکو لپاره یی ډآډ من ژوند تامین کړی دی.

د کاپيسا ولایت د کابل ښار نه په ۱۱۰ کیلومتری کې پروت دی له څه مودې راهیسې ددې ولایت د ځینو سیمو نه د نا امنی خبرونه تر لاسه کیدل او خلکو به د ی ولایت ته د رسیدو په لار کی ډیر زیارونه ګالل او ویرې به یې تیرولې.

اوس مهال ددی ولایت والی شریف حکیمزاده وایی دیړی نوی پروژی یی د ولایت د بیا رغاونی او د خلکو د بسیاینی لپآره تر سره کړی او د دولت او نړیوالې تولنې په مرسته لګیا دي خلکو ته د ډآډ من ژوند هیلې وربخښي .

ښاغلی حکیمزاده وایی تر ټولو عمده او اړین کار چې په دې ولایت کی په دی وروستیو کی تر سره شوی هغه د جبل السراج نه د تر سروبیو پوری ترانزیت لار ده چه د کاپیسا د ولایت نه په تریدو سره د ۹۰ کیلو مترو پوری واټن لنډوي همدارنګه هغه څه چې ددی ولایت خلک ورته تر هر څه زیات اړ وو هغه د برق شتوالی دی چې ددی ولایت د والی په وینا د ۶۳ ملیونو افغانیو په لګښت به تر ۵ میاشتو پوری خلک ترې برخمن شي.

ددی هر خه سره سره د کاپیسا ولایت د صیاد او شوخیو سیمی چې نا امنی سیمې وې اوافغان او نړیوال امنیتی ځواکونه به ددی لار نه په تیریدو سره زیات تلفات ګالل اوس د ویرې اچوونکو نه پاکه او امنه ده

ددی ولایت والی همدارنګه وایي د نجرابو د احمد بیګ له سیمی نه تر سروبی پوری یی ۲۳ امنیتی پوستی جوړي کړي او ډیر ژر به هلته امنیتی کسان وګماری تر څو لاری د ترهه اچونکو نه پاکې وساتي.

خوپه دی ولایت هم لکه د نورو ولایتونو په شان اړین ضرورت د علم زده کړه او د ځوانانو او ماشومانو تعلیم او تحصیل دی او ددی مراد د تر لاسه کولو لپاره په دی ولایت کی سږ کال نوی ښونځی هم پرانستل شوی دی خو چارواکي وایي زیاتره دا ښونځی ودانۍ نلري او دا ماشومانو ته د ښونی او تعلیم پر مهال ستونزی را منځ ته کوی دا مهال په ټول کاپیسا ولایت کی ۲۰۰ ښونځی شته چې د والي په خبره ۵۷ ښونځی لا هم درسی صنفونه او ودانی نلري.

چارواکی وایی د معارف وزارت باید ددی ولایت د مغیوبو ماشومانو لپاره هلته ښونخی جوړ کړي.

تر ټولو عمده ستونزه په دی ولایت کی د صحی مراکزو نه شتون او یا ددی مراکزو تر منځ د لاری زیات واټن دی چې خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړی اودا مهال ورته زیاته اړتیا لری خو ددی ولایت چاواکی وایی ستونزی یی حکومت ته وړاندی کړی او د حل لاری چاری یې لټوي.

له بلی خوا په دی ولایت کی د نریوالو ولایتی بیا رغاونی یا پي ار ټي ډلو د په خپل سر فعالیتونو او کړنو بله ستونزه را زیږولی وه دی تیمونو به په خپل سر او و افغان حکومتی چارواکو د خبرتیا پرته پروژی پلی کولی چې په دی کار کې د ګټو نه سټی زیاتی وی او افغان سیمییزو وګړو ته به یی چندانی فایده نه رسیده.

خو ښاغلی حکیمزاده وایی اوس مهال یی ددوی دی ته اړ ایستی دی چې پروژی د ولایتی چارواکو سره په تفاهم سره پراختیایی پروژی عملی کړي.

ددی ولایت والی وای که چیری په دی ولایت کی د بیا رغاونی پرژی وغزیژی او خلکو ته روزی روټی پیدا شی دا به وسله والو ډلو سره د خلکو د یو ځای کیدو مخه ونیسی.

XS
SM
MD
LG