د لاس رسي وړ اتصالات

د کراچۍ اکثرې برخې تړلي شوي دي


د کراچۍ اکثرې برخې تړلي شوي دي
د کراچۍ اکثرې برخې تړلي شوي دي

د پاکستان تر ټولو غټ ښار د جمعې په ورځ وروسته له هغه نه چې په لندن کې د پاکستان د یو تبعید شوي سیاستمدار د وژل کیدو خبر خپور شو تړل شوی دی .

د متحده قومي تحریک د یو غړي عمران فاروق مړیْ چې په چړو وهل شوی و، پرون ماښام په لندن کې پیدا شو. د بریتانیې پولیس وايي چې دوی تر دغه دمه په دې تړاو څوک نه دي نیولي.

ورووسته له هغه نه چې د متحده قومي تحریک ګوند د ۱۰ ورځو ماتم اعلان وکړ، په کراچي کې زیات شمیر دوکانونه او رستورانتونه نن د جمعې په ورځ تړلي و.

ددغه ګوند یوه لوړ پوړي چارواکي فاروق ستار د عمراق فاروق د وژل کیدو د لامل په باب شایعات خپاره نکړل او وویل چې د پولیسو د تحقیقاتو پوري به معطله شي.

فاروق د کلونو راهیسي په سیاست کې فعاله و. هغه ۱۱ کاله مخکي په بریتانیا کې وروسته له هغه نه سیاسي پناه وغوښته چې پاکستاني چارواکو پر هغه باندي بیلابیل تورونه ولګول. هغه دغه تورونه ردول.

متحده قومي تحریک د کراچۍ په ښار کې میشت ګوند دی چې په فیدرالي حکومت او سند ایالت کې د حاکم سیاسي ایتلاف برخه ده.

XS
SM
MD
LG