د لاس رسي وړ اتصالات

کراچۍ کې د سعودي پر قونسلګرۍ بل برید وشو


کراچۍ کې د سعودي پر قونسلګرۍ بل برید وشو

کراچۍ کې د سعودي پر قونسلګرۍ بل برید وشو

سعودی عربستان ، په پاکستان کی د خپل یو دیپلومات قتل چه نن پری حمله وشوه ، یو جنایتکارانه عمل بللی او غندلی دی.

سعودی عربستان وایی حسن خطانی، نن د کراچۍ په ښار کې، قونسلگرۍ ته د کار لپاره په لاره کې ووژل شو.

پاکستاني پولیس وایي وسله وال چې په موټر سایکل سپاره وو، پر ښاغلي خطاني باندې چې یوازی په خپل موټر کې کار ته روان و، ډزی وکړې. دوی وایی خطاني د قونسلگرۍ په امنیتی دفتر کی کار کاوه.

ددغه قتل وجه لا نده معلومه.

تر اوسه پوری ددی حملی مسولیت چا په غاړه نه دی اخستی.

ددې حملی نه څو ورځی مخکی ، په کراچۍ کی د سعودی عربستان قونسلگرۍ ته چا دوه لاسی بمونه غورځولی وو، خو هیڅوک په کی ژوبل شوی نه و.

XS
SM
MD
LG