د لاس رسي وړ اتصالات

د کراچۍ په ناآرامیو کې ۴٥ تنه وژل شوي


چارواکي وايي، په دغه بندري ښار کې په مرگ ژوبلو کې لږ تر لږه ۴٥ کسان مړه او په شلگونو نور زخمی شويدي.

دا مرگ ژوبلې هغه وخت زیاتې شولې چې د سنده ایالتي شوری یو غړی ووژل شو. چارواکي وايي مظاهره چیان سړکونو ته راووتل، په لسگونو موټرو او دوکانونو ته یې اور ورته کړ.

پولیسو او عسکرو نن پر سړکونو گزمه کوله چې په دغه ښار کې چې تر ١٦ ملیونو نه زیات نفوس لري امن او کراري راولي.

د دوشنبی په ورځ ټوپک والا چې په موټر سایکلو یا ټپ ټپی موټرو سپاره وو، صوبايي وکیل، رضا حیدر او د هغه ساتونکی یې هغه وخت ووژل چې د رضاحیدر د یوه خپلوان د جنازې په مراسمو کې د گډون کولو لپاره د کراچۍ ښار د ناظم اباد علاقې ته تللي وو.

رضاحید ر د متحده قومي تحریک غړی و . دغه سیاسي ډله د سنده ایالت د واکمن ایتلاف غړی گوند دی چې هم د سنده ایالت په حکومت کې ورسره ایتلاف لري او هم په فدرالي حکومت کې ورسره ایتلاف لري.

XS
SM
MD
LG