د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د کراچۍ حالاتو ته اندېښمن دی


د پاکستان پوځ د کراچۍ حالاتو ته اندېښمن دی
د پاکستان پوځ د کراچۍ حالاتو ته اندېښمن دی

د پاکستان پوځ د کراچی په ښار کې روان سیاسي او نژادی تاو تریخوالی باندې سخت تشویش ښودلی دی. په کراچې کی په تیره یوه میاشت کی د دوو سوو نه زیات خلک په تشدد کې وژل شویدي.
په پنډی کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال اشفاق پرویز کیانی په مشرئ غونډه کې د ټول ملک نه راغلو د پوځ قوماندانانو په کراچی کی امنیتی حالاتو غور وکړ او د ملک په اقتصاد یې ددې حالاتو اغیزې وڅیړلې.
پاکستان په کراچی کې پولیس او پوځي قواوې ځای په ځای کړیدي چې د تشدد مخه ونیسي.

کراچی چې قریب اتلس میلونه نفوس لري د پاکستان اقتصادي پایتخت یادیږي.
دولتي چارواکي وایي چې په دې پیښو کې د کراچی د دوو مختلفو ژبو سره تړلو سیاسي ډلو لاس دی او ویل کیږي چې سیاسي ډلې د وسله والو جنایتکارو ډلو سره هم لاس لري.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ لخوا خپرې شوې اعلامیه کې راغلی چې دولت چې په کراچی کی کوم وروستی گامونه اخیستی هغې سره به وضعه ارام شي.

په عین حال کی د جنوبي وزیرستان په قبایلی سیمه کې یو پوځې موټر د سړک د غاړې په بم ختلی دی او په پیښه کی لږ تر لږه لس تنه ژوبل شویدي.

XS
SM
MD
LG