د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د طالبانو او د امریکا تر منځ خبرې تائید کړې


کرزي د طالبانو او د امریکا تر منځ خبرې تائید کړې

کرزي د طالبانو او د امریکا تر منځ خبرې تائید کړې

د رویټرز خبري اژانس لېکی چی دافغانستان جمهوررئېس څآمدرکرزی په کابل کې په ېوه خبری کنفرانس کې وېول چې له طآلبانو سره د سولی خبری روانی دی.

دروېټرز خبری اژانس لېکي چې دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي د شنبې په ورځ وویل دامرېکا مِتحد ه اېالاتو اونورو بهرني قدرتونو له طالبانو سره په پېلېزو خبرو باندی په دې نېت پېل کړېدی چې دافغانستان دېوې لسېزې نه اوږده جنګ لپاره د حل امکانات پېدا شی. روېټرز لېکی داول ځل دی چې په رسمی ډول دامرېکا او طآلبانوتر منځ د سولی د مذاکراتو موجودېت تائېدوي.

دېپلوماتانو دا وېلی دی چې له څو مېاشتو راهېسی آبتدايی خبری ددواړو خواواوجمهوررئېس کرزی ترمنځ روانی دی. روېټرز لېکی چې جمهوررئېس کرزی د سولی د خبرو کلکه طرفداری کوی. هغه وېلې دی چې افغانان له دغی ېاغې ډلی سره دسولی دخبرو لپاره په رابطه کې دی.

خارجی پوځونه ، په خاصه توګه امرېکا په خپله په دغو مذاکراتو کې برخه اخېستی ده. خوپه کابل کې دامرېکا سفارت په دې برخه کې له تبصری نه ډډه وکړله.

روېټرز لېکی چې ښاغلی کرزی ېوه ورځ ورو سته له هغه نه داخبری کولی چې ملګرو ملتونو دبندېزونو لېست کې د طالبانو اوالقاعده ترمنځ توپېر وکړ او دواړه ډلې ېې سره جلاکړلی.

روېټرزلېکی چې که څه هم دا هېله موجوده ده چې له طالبانو سره خبری دامرېکا لپاره له افغانستان څخه د عسکروپه اېستلوکې سېاسی ملاتړ برابرولی شی، خو دغه مذاکرات لاتراوسه پورې هم په داسی پړاو کې ندي چې دېو قاطع عامل په توګه وګڼل شی.

دامرېکا ددفاع وزېر رابرت ګېټس ددې مېاشتی په سر کې وېلی وو چې له طآلبانو سره ددې کال په اخر کې خبری کېدلی شی،که چېرې دناټونظامی اېتلاف د جګړی په مېدان کې پرمختګ ته ادامه ورکړی خپل فشارته پرطالبانو ادامه ورکړی چې پرېاغی طالبانو فشار اچول دوام ولری. پردی سر بېره ېو شمېر افغان له ېاغې طالبانو سره له خبرو نه وېره لری.

XS
SM
MD
LG