د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا دافغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره اختلاف نظر ردوي


امرېکا دافغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره اختلاف نظر ردوي

امرېکا دافغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره اختلاف نظر ردوي

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي ېاغی طالبان دېته هڅولی دي چې له مرگ ژوبلې نه لاس واخلي؛ هغه داسلامی رخصتۍ عېدا لاضحی ېادقربانۍ داخترنه کار واخېست او هغوی ته ېې د سولی پېغام ورکړ. ښاغلي کرزی په خپلو خبرو کې د سه شنبی په ورځ ووېل خپلو ناراضی وطندارانو نه خواست وکړ چې له حکومت سره د سولې او پخلاېنی په هلو ځلو کې برخه واخلی.

د جمهوررئېس کرزی د سولی پېغام ېوه ورځ وروسته ترهغه خپرېږی چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر هغه رپوټونه رد کړل چې وايی دده ډله دافغانستان له حکومت سره د سولی په تړون باندې خبرې کوي. هغه دارپوټونه بې اساسه پروپاگند وباله چې ددی لپاره کېږی چې پرهغه څه پرده واچوي چې دی ورته په افغانستان کې دامرېکا یی قواو ناکامي وايي.

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي، وعده وکړله چې دافغانستان د حکومت له خوانه، د سولی د جوړې شوې جرگی له لارې له طالبانو سره د سولی خبرو ته ادامه ورکړی. خوتراوسه پورې دامعلومه نده چې اېا کومی خبری په دې هکله شوېد ی اوکه نه.

دامرېکا جگپوړه چارواکی رابرت گېټس هغه خبری بابېزه وگڼلی چی وايی ددواړو هېوادونو ترمنځ درز مخ په زېاتېدو دی. دامرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس نن د سه شنبی په ورځ د وال سترېت په کنفرانس کې نن دخبری څو ورځی وروسته له هغه نه وکړلی چې ښاغلی کرزي د امرېکا له مشهوری ورځپاڼی واشنگټن پوست سره کړی وی.

په ېوه بل جلا خبر کې ناټو ووېل چې څو تنه ملکېان او ېوماشوم د ېاغېانوپه ېو لړ برېدونو کې په ټول افغانستان کې ووژل شول. ناټو ووېل چې ماشوم د پکتېکا د برمل په اولسوالی کې د سړک دغاړی په ماېن باندی ووژل شو. رپوټ وايی چې دوه ملکېان په کندز کې ووژل شول. په همدغه پېښه کې ددغه ولاېت ښاروال هم زخمی شوېدی.

XS
SM
MD
LG