د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوررئیس کرزي ورور احمدولي کرزی ووژل شو


د جمهوررئیس کرزي ورور احمدولي کرزی ووژل شو

د جمهوررئیس کرزي ورور احمدولي کرزی ووژل شو

د کندهار د والي ویاند وویل چې احمد ولي کرزی نن پخپل کور کې ووژل شو. ځینو چارواکیو رسنیو ته ویلي چې کیدای شي هغه د خپل یوه امنیتي محافظ په لاس وژل شوی وي.

خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې احمد ولي کرزی د سردار محمد په نامه د یوه شخص په واسطه ووژل شو چې په دوامدار ډول یې د ښاغلي کرزي کور ته تګ راتګ کاوه.

ورځپاڼه لیکي، برید کوونکی هم وروسته د امنیتي ساتونکو لخوا ځای پر ځای ووژل شو. احمدي ولي ته نږدې کسانو ویلي چې سردار محمد پخوا د کرز د سیمې امنیتي مسوول و.

جمهور رئیس کرزي نن په کابل کې په یوه مطبوعاتي غونډه کې د خپل کشر ورور مرګ تایید کړی او ویې ویل چې دا د افغانان د ژوند حال ښيي.

ښاغلي کرزي د فرانسې له جمهور رئیس نیکولاس سرکوزي سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې.

احمد ولي کرزی د کندهار د ولایتي شورا رییس و او د کندهار په ډیر نفوذ لرونکو کسانو کې حسابېده.

پر ښاغلي کرزي باندې دا تور و چې په اداري فساد کې لاس لري. په نومبر کې، د امریکا په یوه ډیپلوماتیک کیبل کې چې ویکیلیکس خپور کړ، ویل شوي وو چې د احمد ولي کرزي په اړه اکثرا ویل کیږي چې اداري فساد کې لاس لري او د مخدره موادو قاچاق کوي. احمد ولي کرزي دغه تورونه رد کړي وو.

ښاغلی کرزی په وروستیو څو کلونو کې له دوو مرګانیو بریدونو ژوندی وتلی وو. د ۲۰۰۹م کال په مې کې وسله والو د هغه پر موټر برید وکړ او یو امنیتي ساتونکی یې ور وواژه. څه وخت مخکې د کندهار د ولایتي شورا پر دفتر باندې یاغیانو برید وکړ. له دغې حملې هم احمد ولي کرزی روغ وتلی و.

د احمد ولي کرزي ژوند

احمدولي کرزی پنځوس کلن و، پنځه اولادونه یې درلودل. دی د جمهور رئیس کرزي کشر ورور و.

احمد ولي کرزی په ۱۹۶۱میلادي کال کې د کندهار ولایت د کرز په ولسوالۍ زیږیدلی. نوموړي د حامد کرزي په ګډون شپږ وروڼه او خویندې درلودې.

احمد ولي کرزی په ۲۰۰۱ کال کې بیرته کندهار ته ستون شو او په ۲۰۰۵ کې د کندهار د ولایتي شورا د غړي او بیا وروسته د همدې شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.

په سیمه کې د هغه د نفوذ په وجه نوموړي ته نړیواله پاملرنه هم اوښتې وه. پر هغه د افغانستان د پارلمان په گډون د یو شمیر منابعو له لورې داسې تورنه لګول شوي وو چې د مخدره توکو په قاچاق کې لاس لري. خو جمهور رئیس حامد کرزي پر خپل ورور باندې داسې تورونه په وار وار رد کړي دي. په داسې حال کې چې د جورج بوش د حکومت په وخت امریکایي مقاماتو ویلي و چې د هغه په ضد موثق اسناد لري.

په تیر اپریل کې د کندهار د ولایتي شورا پر دفتر باندې د پنځو ځان وژونکو د برید په ګډون احمد ولي کرزی څو ځلې د ځان وژونکو بریدونو نه بچ شوی و.

هغه همداشان د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د خپل ورور حامد کرزي په ګټه په تقلب هم تورن شوی و. او په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا سفیر رانالد نیومن هڅه وکړه چې احمد ولي کرزی بهر ته د افغانستان د سفیر په توګه واستوي تر څو د هغه او د هغه د ورور د حکومت پر ضد د سیاسي منفي اوازو مخنیوی وشي.

همداشان داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې هغه په ۲۰۰۹ کې د جمهوري ریاست د ټاکنو په ترڅ کې د طالبانو سره د یو موقتي اوربند په رامنځ ته کولو کې مهم رول درلود.

احمد ولي کرزي په کندهار کې له امریکایانو سره همکاري کوله خو د امریکا د استخباراتو په اداره سي ای ای کې د غړیتوب ادعاوی یې ردولې او ویل یې چې زه د سي ای ای په نامه اداره نه پیژنم او هیڅکله می له هغې نه پیسې نه دي ترلاسه کړي. او زه د امریکایانو سره مرسته کوم ځکه د یو افغان په توګه دا زما دنده ده.

XS
SM
MD
LG