د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزي د هېواد د نظام لپاره فدرالي سیستم رد کړ او ویې ویل چې د پاکستان له خوا په افغانستان کې د ملوک الطوایفي د رامنځته کولو هڅې غندي. ښاغلي کرزي وویل چې دغه هڅې نه یواځي د افغانستان بلکې د پاکستان په تاوان هم دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چې د شنبې په ورځ یی د بریتانیې له صدراعظم ډیوید کامرون سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبري کولې په افغانستان کې یې د فیډرالي نظام د رامنځ ته کېدو سره کلک مخالفت څرګند کړ.

ولسمشر کرزي وویل چې په افغانستان کې د فډرالي نظام د را منځته کېدو لپاره یې ځینې هڅې لیدلي او اوریدلې دي خو وایي د بریتانیې د لومړي وزیر سره د خبرو پر مهال یې دا ډاډ تر لاسه کړ چې لویدیځ وال د افغانستان په برخه کې دغه اجنډا نه لري.

ولسمشر کزی وایي چې په دې ښه پوه دی چې دا ډول هڅې یې د خپل ګاونډي پاکستان له خوا تر سره کیږي.

افغان ولسمشر ټینګار کوي چې دغه هڅې به هیڅ ځای ونه نیسي ،،له شپږو میاشتو را په دیخوا وینو چې دا هڅې اوږدیږي چې طالبانو ته د افغانستان د ځینو سیمو د ورسپارلو له لارې پر افغانانو باندی د ملوک الطوایفي نظام وتپی دد غه موضوع په هکله مو له بهرنیو هیوادونو سره خبری کړي خو نن ښاغلي کامرون را ته وویل چې داسې یو کار د لویدیځوالو په اجندا کی نه شته.،،

ښاغلی کرزی وایی دلته د فدرالي نظام را منځته کیدل یا طالبانو ته یو څو سیمو ورسپارل به په افغانستان کی د بهرنیانو څرګند تیری وي او هغه به یې په مخ کې کلک او ستر خنډ وي. په همدې حال کې څو ورځې دمخه د پاکستاني طالبانو تحریک هم دا اعلان وکړ چې هغوي به په خپلو جګړو کې د افغانستان د اسلامي امارت تابع وي او دا جګړه به د ملاعمر تر مشرۍ لاندې مخ ته بیایي.

د بریتانیی لومړی وزیر ډیویډ کامرون چې د قطر د دفتر تر پرانیستو وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان ته ورغلی دی په کلکه یې ټینګار وکړ چې د سولې خبرې د افغانانو خپل مینځي بهیر دی او د همدوی په لاس باید تر سره شي.

نوموړی ټینګار کوي چې افغانستان او پاکستان خپل مینځي اوږدو او نیکو اړیکو ته سخته اړتیا لري نو له همدې کبله د خپل هېواد او پاکستان تر منځ ښو اړیکو ته په پام سره تل پاکستان ته دا سپارښتنه کوي چې په خپل څنګ کې به د یو سوله ایز افغانستان په درلودلو آرامه وي. ،،مونږ له پآکستان سره ښی او اوږدی اړېکي لرو مونږ په روښانه پوهیږو چې کومیې خبرې د پاکستان د لنډ مهاله او اوږد مهاله ګټو لپاره اړینې دي او د پاکستان لپاره به تر خپل څنګ د یو آرامه او سوله ییز افغانستان درلودل تر ټولو د ګټی کار وي.،،

د بریتانیې لومړي وزیر چې په هلمند ولایت کې یې د خپلو سر تیرو سره هم لیدلي دي وایي د افغانستان له پرمختګونو څخه خوشحاله دی او ډاډه دی چې دا مهال افغان ځواکونه د خپلو ۲۷ ملیونو وطنوالو د امنیت ساتنې قوي جوګه دي.

کامرون په دغه سفر کې له افغانستان سره خپلې پخوانۍ ژمنې له سره تازه کړې او ویې ویل چې د ټاکنو د بهیر به پراخ ملاتړ کوي او له همدې امله به په ټاکنو کې یواځې د ښځو د ګډون لپاره ۴ نیم ملیون پونډه مرسته وکړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې میشت بریتانیوي ځواکونه خپلو کورونو ته د تلو په حال کې دي لومړي وزیر کامرون له افغانستان سره د اوږد مهاله مرستو د غځولو خبره کوي او وایي په راتلونکی کال به د افغانستان نه د نړیوال ملاتړ د دوام په موخې د وزیرانو په کچه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي چې د مرستو او ملاتړ دا ژمنې پخې کړي.

له ۲۰۰۱ کال را په دیخوا په افغانستان کې د بریتانیوي ځواکونو نږدی ۴۴۴ ښځینه او نارینه سر تیري وژل شوي، خو د کامرون په وینا یې د نړۍ په دغه ګوټ کې له تروریزم سره مثبته او بریالۍ مبارزه کړې ده .

د تیرو لسو کالو په اوږدو کې بریتانیې په افغانستان کې نږدې ۱۳۰ ګزمه ايي مرکزونه درلودل چی د کامرون په وینا تر ۲۰۱۴ ها خوا به یواځي ۴ ګزمه ايي مرکزونه په افغانستان کې پاته شي.

بهارت صابر آشنا رادیو کابل
XS
SM
MD
LG