د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزي د جمهوري ریاست د کاندیدانو سره وکتل


ولسمشر کرزي ویلي دي چې زما د ژوند تر ټولو ښه ورځ به هغه وي چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخابات په ښه ډول ترسره شي او د هېواد چارې نوي ولسمشر ته په بریالیتوب سره انتقال شي.

ښاغلي کرزي دا خبرې د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د یولس کاندیدانو سره د لیدو پرمهال وکړې. په دغه جلسه کې چې په ارگ کې دایره شوې وه ښاغلي حامد کرزي د جمهوري ریاست له کاندیدانو څخه و غوښتل چې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د رڼو او بریالیو انتخاباتو د ترسره کېدو او په انتخاباتو کې د حکومتي چارواکو د لاس وهنې د مخنیوي لپاره خپله مشترکه طرحه د انتخاباتو د کمیسیون له لارې په کتبي ډول د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.

د جمهوري ریاست یولسو تنو کاندیدانو هم د ولسمشر کرزي سره د کتنې پرمهال خپل نظریات او اندېښنې بیان کړې. دوي د رڼو او با امنو انتخاباتو د ترسره کېدو او په انتخاباتو کې د حکومتي چارواکو پر بې طرفۍ باندې ټینګار وکړ.

د تیرې یوې لسیزې بریالیتوبونه باید وساتل شي

د جمهوري ریاست نوماندانو په دغه کتنه کې د تیرې یوې لسیزې د کامیابیوو په ساتنې او د دغوکامیابیو په لاپیاوړتیا باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې ټول کاندیدان باید په یو موټي ډول د هېواد د ملي وحدت ساتنه وکړي.

دوي همدا راز زیاته کړه چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو کمپاین باید په یو اخلاقي حریم کې ترسره شي.

په دغې جلسې کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتو د شکایتونو د خپلواک کمیسیون رئیسانو هم خبرې وکړې او هر یوه پخپل واري ولسمشر او د جمهوري ریاست کاندیدانو ته ډاډ ورکړ چې د ښو او شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره به په پوره بې طرفۍ سره کار وکړي.

ولسمشر کرزي وویل چې حکومت به په ټول قوت سره زیار وباسي چې انتخابات په بشپړې بې طرفۍ او په شفافه توګه ترسره شي او زیاته یې کړه چې د انتخاباتو د بهیر لپاره د امنیت ټینګښت مهم مسله ده وباله. ښاغلي کرزي وویل چې د ملي دفاع وزارت له چارواکو او جنرالانو سره په هغه کتنه کې چې نن یې په ارګ کې درلوده، ده ته ډاډ ورکړل شو چې افغان امنیتي ځواکونه کولای شي د انتخاباتو امنیت په ښه ډول تامین کړي.

حامدکرزي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په ۱۶ نېټه د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره پوره چمتوالي لري.
XS
SM
MD
LG