د لاس رسي وړ اتصالات

احمدولي کرزی: ناټو د کرزي د کاکا زوی وژلی


احمدولي کرزی: ناټو د کرزي د کاکا زوی وژلی

احمدولي کرزی: ناټو د کرزي د کاکا زوی وژلی

د افغانستان د جمهور رېس حامد کرزي ورور احمد ولی کرزی وايي چې د چې په قندهار کی دناټو ځواکونو سهوا د ښاغلي حامد کرزي دتره زوی حاجی یار محمد خان وژلی دی.

احمد ولی کرزی چې دقندهار ولاېت دولاېتی شورا مشر دی وايي چې حاجی یارمحمد خان په خپل کور کی پرون د چهار شنبی په ورځ ناوخته د ډنډ په ولسوالئ کې د وسله والو جنگیالو پر ضد د ناټو د ځواکونو د پوځی عملېاتو او کورونو د تالاشئ په وخت ووژل شو.

له بلې خو اناټو نن اعلان وکړ چې په قندها رکې ناټو او افغان ځواکونو د طالبانو یو قوماندان ژوند نیولی، یو سړی ېې وژلی او څو کسان ېې طالبانو سره د اړیکو درلودلو په شک نیولی دي خو ناټو دا خبره ونه کړی چې دغه کسان یې دجمهور رېس کرزي دتره دځوی د وژلوپر وخت نېولی دي او نه په نور جلا عملیاتو کې یې نیولی دي.

څو ورځې مخکې جمهور رېس کرزي اعلان کړی ؤ چې په افغانستان کی دناټو دځواکونو په لاس دملکی وگړو وژل نور د منلو وړ نه دي.

ښاغلي کرزي د ملگرو ملتونو نه غوښتنه کړی وه چې دناټو په ځواکونو باندی دې خپل فشار زېات کړی تر څو مخالفانو سره دجنگ په وخت د حوصلی نه کار واخلې ترڅو د ملکی خلکو ژوند خوندي وساتل شې.

ښاغلي کرزي تېره هفته په افغانستان کې دناټو دعمومی قوماندان هغه بخښنه و نه منله چې د کونړ دولاېت د پېج درې په ولسوالئ کې یې د ناټو د هوايي ځواکونو په حمله کې د ٩ تنو ماشومانو د وژلو له ورته کړې وه.

په عین وخت کې نن د کندوز ولایت د چهاردرې په ولسوالۍ کې د جرمني عسکرو په سهوې توگه د ټوپکو د ډزو په مهال یوه مېرمن ویشتلې ده.

ناټو وايي چې په دې اړه به تحقېقات وکړي. جرمني د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ٥٠٠٠ عسکر لري.

ناټو نن ووېل چې یو عسکر یې دافغانستان په جنوب کی د سړک پرغاړه د بم په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG