د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د ایکو غونډې ته مهمې ستونزې یادې کړې


کرزي د ایکو غونډې ته مهمې ستونزې یادې کړې
کرزي د ایکو غونډې ته مهمې ستونزې یادې کړې

د ایران جمهور رئیس محمود احمدی نژاد په استامبول کې د اقتصادي همکارئ د سازمان د مشرانو غونډې ته په خپله وېنا کی نن ووېل چی دا سازمان په خپل منځ کې په ډله اېزه توگه د همکارئ لپاره زېات امکانات په لاس کې لری.

ښاغلي احمدی نژاد داقتصادی همکارئ دسازمان دمشرانو د غونډې په افتتاحی مراسمو کی وېنا کوله. هغه ددې غونډې دورانی رېاست ترکېې ته ورحواله کړ.

د افغانستان جمهور رېس حامد کرزی، دپاکستان جمهور رېس اصف علی زرداری او دعراق جمهور رېس جلال طلبانی هم دغې کلنئ غونډه کی برخه اخلی. د غونډې هدف دادی چی دغړو ملکونو ترمنځ دتجارتی دودې لپاره لارې چاری ولټوی.

جمهور رئیس کرزي غونډې ته په وینا کې وویل چې سیمه دا وخت له جدي خطرونو سره مخ ده. هغه تروریزم، افراطیت، د نشيي توکو کاروبار، تنظیم یافته جرایم او بیوزلي د عمده خطرونو په توگه یاد کړل.

کرزي وویل، افغانستان د هغه هدف په لور گټور گامونه اخلي چې تر ٢٠١۴ پورې په نظامي او نورو ډیرو برخو کې مسئولیتونه افغانانو ته وسپارل شي.

د اناتولیې خبري اژانس وايي چې دترکېې جمهور رېس عبداله گل داقتصادی همکارئ دسازمان دغړو هېوادونو دمشرانو نه وغوښتل چی ددغه سازمان د تجارت او پراختېا دبانک سره دې خپله ملگرتېا ټېنگه کړی.

د ترکېې جمهور رېس دغړو هېواودنو په من ځکی د مخابراتو دنظام دپېاوړتېا او اورگاړی دپټلېو د پراخولو او غزولو غږ وکړ.

پرون دترکېې دباندېنو چارو وزېر احمد داوتوغلو ووېل چی غړي ملکونوپه ېو شمېر خپلو هغو اقتصادی هدفونو کی برېالی شوی نه دي چی د ٢٠١٥ مېلادی کال ترپای پوری ېې دحاصلو کوښښ کوه.

د مثال په ډول د اقتصادی همکارئ دسازماند غړو ملکونو ېو هدف دا ؤ چی باېد د٢٠١٥ مېلادی پوری سېمه اېزه تجارت د٦ فېصدو څخه ٢٠ فېصدو ته لوړ کړی.

داقتصادی همکارئ سازمان ېا ECOچې په ١٩٨٥ مېلادی کې جوړ شو، افغانستان، پاکستان، اېران ،ترکېه،ارزباېجان،قرغزستان،تاچکستان، ازبکستان او قزاقستان په کې غړېتوب لری.

XS
SM
MD
LG