د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي پر طالبانو غږ وکړ چې له مرگ ژوبلې نه لاس واخلي


کرزي پر طالبانو غږ وکړ چې له مرگ ژوبلې نه لاس واخلي

کرزي پر طالبانو غږ وکړ چې له مرگ ژوبلې نه لاس واخلي

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي ېاغی طالبان دېته هڅولی دي چې له مرگ ژوبلې نه لاس واخلي؛ هغه داسلامی رخصتۍ عېدا لاضحی ېادقربانۍ داخترنه کار واخېست او هغوی ته ېې د سولی پېغام ورکړ. ښاغلي کرزی په خپلو خبرو کې د سه شنبی په ورځ ووېل خپلو ناراضی وطندارانو نه خواست وکړ چې له حکومت سره د سولې او پخلاېنی په هلو ځلو کې برخه واخلی.

د جمهوررئېس کرزی د سولی پېغام ېوه ورځ وروسته ترهغه خپرېږی چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر هغه رپوټونه رد کړل چې وايی دده ډله دافغانستان له حکومت سره د سولی په تړون باندې خبرې کوي. هغه دارپوټونه بې اساسه پروپاگند وباله چې ددی لپاره کېږی چې پرهغه څه پرده واچوي چې دی ورته په افغانستان کې دامرېکا یی قواو ناکامي وايي.

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي، وعده وکړله چې دافغانستان د حکومت له خوانه، د سولی د جوړې شوې جرگی له لارې له طالبانو سره د سولی خبرو ته ادامه ورکړی. خوتراوسه پورې دامعلومه نده چې اېا کومی خبری په دې هکله شوېد ی اوکه نه.

دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي، د واشنگټن پوست له ورځپاڼی سره په خپله تازه مرکه کې، ووېل چې دی غواړی امرېکا اوناټو خپلې قواوی او دهغوی عملېات په افغانستان کې کم کړی؛ که نه ددی خطر شته دی چې د طالبانو بغاوت نور هم شدت پېداکاندي.

دامرېکا خارجه وزېرې هېلری کلنتن، په افغانستان کې له طآلبانو سره دناټو د جگړی د پالېسی نه دفاع وکړه؛ هغی ددوشنبی په ورځ ووېل چې دناټود پالېسی غټ ټکي دادی چې داسی اهداف ولټوي چې داستخباراتو له خوانه دقېق معلومات پکی ورکړل شوی وي او دقېقا په هماغو اهدافو پسی ورشی. هېلري زېاته کړله چې دغی پالېسی د طالبانو په مشرتابه باندی زښته ډېره اغېزه کړېده .

هېلري کلنټن ووېل چې چپاونه، زښت ډېر دافغانستان دخلکو په گټه دي. دافغانستان حکومت، دناټو قواوی له افغان همکارانو سره په گډه کار کوی چې افغانستان خوندی کړی. دناټو عمومی منشی اندرېس فاغ راسموسېن ددوشنبی په ورځ ووېل دې په دې عقېده دی چې دنظآمی عملېاتو لپاره بله لاره نشته ده چې دېاغېانو خلاف ترېنه کار واخېستل شی او د سولی خبرو ته ېې اړکاندی.

دافغانستان د مرگ ژوبلی په تازه خبرونو کې ناټو وايی چې ددوی ېونړېوال عسکر د سه شنبی په ورځ، دافغانستان په ختېځ کې د ېاغېانو په ېوه برېد کې وژل شوېدی.

XS
SM
MD
LG