د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي څنګه هڅه وکړه چې عام آمریکایان راضي کړي؟


د سي ان ان د یوې شوې سروې له مخې چې د ۲۰۱۲ کال په پیل کې شوې ده ۲۵ په سلو کې آمریکایان د افغانستان د جګړې ملاتړي دي او ۵۵ په سلو کې آمریکایانو وايي چې ټولې آمریکايي قواووې دي د ۲۰۱۴ کال مخکي د افغانستان څخه راووځي
د سي ان ان د یوې شوې سروې له مخې چې د ۲۰۱۲ کال په پیل کې شوې ده ۲۵ په سلو کې آمریکایان د افغانستان د جګړې ملاتړي دي او ۵۵ په سلو کې آمریکایانو وايي چې ټولې آمریکايي قواووې دي د ۲۰۱۴ کال مخکي د افغانستان څخه راووځي
واشنګټن ډي سي- د جورجټون پوهنتون:- واشنګټن ته په خپل سفر کې ولسمشر کرزي د آمریکا د کانګرس د غړو، د باندنیو چارو د وزارت او دفاع د چارو د وزارت د مسولینوو او په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر اوباما سره د افغانستان پر راتلونکې خبرې وکړې. دغه لیده کاته تر زیاته حده د تړلو دروازو ترشا ترسره شول.

خو مخکي له دینه چې بیرته افغانستان ته ستون سي د جمعې په ماځیګر ناوخته ولسمشر کرزي د جوړجټون په پوهنتون کې عام آمریکایان په داسي حال کې مخاطب کړل چې د ورستیو سرویګانو له مخې اکثریت یې د افغانستان د ماموریت سره مخالفت لري او غواړي چې د افغانستان ماموریت پای ته ورسېږي.

د ولسمشر کرزي د جورجټون پوهنتون د وینا غټ ټکي په دې ریپوټ کې هم اوریدلای سیْ




د سي ان ان د یوې شوې سروې له مخې چې د ۲۰۱۲ کال په پیل کې شوې ده ۲۵ په سلو کې آمریکایان د افغانستان د جګړې ملاتړي دي او ۵۵ په سلو کې آمریکایانو وايي چې ټولې آمریکايي قواووې دي د ۲۰۱۴ کال مخکي د افغانستان څخه راووځي.

داسې ښکاري چې ولسمشر کرزی د عامو آمریکایانو د رایوو د قوت په اندازه پوهېږي او په همدغه موخه یې د عامو آمریکایانو نه مننه وکړه چې د افغانستان د حکومت سره یې په تیرو لسو کلونو کې په بیلابیلو اړخونو کې مرستې کړي دي. ولسمشر کرزي داسي وویل،، د افغانستان خلګ پرته له دینه چې پر دې غور وسي چې د آیډیالوژۍ له اړخه څه موقف لري، په دې ښه پوهېږي چې د تیرو لسو کلونو پرمختګ یې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو متحدینو د مرستې پرته نشوای کولای. په بله عباره د امریکا د خلګو د مالیاتو د پیسو نه پرته زمونږ لس کلن پرمختګ ناشونی وو.،،

په تیرو لسو کلونو کې نیګړتیاوې او د ولسمشر کرزي اعتراف

ولسمشر کرزي وویل چې لس کاله مخکي د افغانستان د ماموریت پیلیدل د یوه ډیر ښه علت په خاطر وو او هغه د ترهګرۍ او افراطیت نه د نړۍ ژغورل وو او د یو مستبد رژیم نه د افغانستان آزادول وو. نوموړي تیر لس کلن تاریخ پر دوو برخو وویشی. د لومړۍ برخې څخه یې چې د افغانستان آزادول وو خوښي څرګنده کړه او په دویمې برخې کې یې چې د افراطیت او ترهګرۍ نه د نړۍ ژغورل وو د یو لړ ناکامیوو او نیم ګړتیاوو اعطراف وکړ. ،،لومړۍ برخه یعنی د افغانستان آزادول ښه ترسره شول. دا کار د یوې نه تر دوو میاشتو په وخت کې ترسره سو. د هغه نه وروسته افغانستان د ولسواکۍ، د قانون د حاکمیت او د ژوند په نورو برخو کې خپل اوږد سفر پيل کړ او امکاناتو او شرایطو ته په کتو سره ډیر ښه وو. پرته له شکه چې په دې مزل کې زمونږ سره د آمریکا د متحده ایالاتو او نورو متحدینو ملاتړ شامل وو. دویمې برخې چې هدف یې د ترهګرۍ او افراطیت نه د ټولې نړۍ خلاصون او ژغورل وو هغه ډول نتایج یې نه درلودلل چې مونږ یې توقع درلوده. په دې برخه کې مونږ خنډونه درلودلل او یو لړ نیمګړتیاوې مو درلودلې.،،

د افغانستان حقیقي وضعیت او د لویدیځوالو په ذهن کې یې بل ډول انځور

ولسمشر کرزي دغه راز وویل چې د افغانستان په هکله دوه انځورونه موجود دي. یو حقیقي انځور دی چې په کښي افغانان لکه هره بله ټولنه خپل عادي ژوند کوي او په کښي د ژوند هر حقیقت نغښتلی دی او بل هغه انځور دی چې خلګ یې په لویدیځ کې د لویديځو رسنیوو له لارې ترلاسه کوي. ،،هغه څه چې تاسو د تحلیل د نړۍ په بیلابیلو برخو کې اوریْ هغه څه چې تاسو د بیلابیلو ان جو ګانو له لارې او نورو معلوماتي تاسیساتو له لارې اوریْ هغه څه چې تاسو د مطبوعاتو له لارې اوریْ که چیري ما په آمریکا او اروپا کې ژوند کولای او دلته مي د افغانستان په هکله په مطبوعاتو کې معلومات اوریدلای او بیا مي افغانستان ارزیابي کولای نو ما به داسي فکر کوی چې افغانستان د فاجعې سره مخامخ دی او ما به ټول امید له لاسه ورکړی وای. خو که چیري زه د افغانستان نه راسم او هلته د ژوند بیلابیل اړخونه درته بیان کړم، ټرافیک ته په کتو سره، چاپیریال ته په کتو سره، تلویزونونو ته په کتو سره، ځوانانو ته په کتو سره چې کار کوي زده کړې کوي او غواړي چې پرمختګ وکړي او د ژوند بیلابیلو اړخونو ته په کتو سره نو زه به تاسو ته د افغانستان په هکله کاملا بل انځور درکړم. او دا به درته ووایم چې افغانستان په یقیني ډول پر سمې خوا روان دی.،،

۲۰۱۴ کال- د ولسمشر کرزي له آنده

یوه مسله چې ټوله نړۍ ورته متوجې ده او د افغانستان عام خلګ یې هم په اندېښنه کړي دي د ۲۰۱۴ کال نیټه ده چې په افغانستان کې یې د ژوند پر ټولو برخو اغیزه کړې ده. ولسمشر کرزي وویل چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان ستونزې لري خو افغانستان به د سیمې د معیار پر بنسټ پرمختګ کوي او ښه راتلونکې به لري. ،،آیا د اوس نه لس کاله وروسته به افغانستان یو ډیر سوکاله هیواد وي؟ آیا افغانستان به په راتلونکو لسو کلونو کې خپلې ټولې ستونزې حل کړې وي؟ آیا افغانستان به یو ابر قدرت وي؟ نه داسي به نه وي. خو افغانستان به یو داسي هیواد چې مخ پر وړاندې به روان وي. ښوونه او روزنه به په کښي پرمختګ کوي. په زرګونو افغان محصلین به زمونږ د پوهنتونونو څخه فارغیږي او په زرګونو افغان محصلین به د هیواد د بهر نه راستېږي. ولسواکي او هغه بنسټونه چې ولسواکي ورته اړتیا لري رشد به کوي. نور انتخابات به کېږي نور د پارلمان غړي به انتخاب کېږي. نور بنیادي بدلونونه او اصلاحات به راځي. بهتره حکومتي خدمات به خلګو ته ډالې کېږي. بهتره حکومتداري به وي خو افغانستان به د ستونزو سره هم مخامخ وي. ښايي تشدد موجود وي ښايي مخ پر وړاندې خنډونه موجود وي. خو د پرمختګ دغه په اصطلاح لړۍ به ادامه پیدا کوي او دریږي به نه.،،

د مخالفینو سره د خبرو په هکله د ولسمشر کرزي وروستی دریځ

د یادونې وړ ده چې نړیوال او افغانان ټول تقریبا دې نتیجې ته رسیدلي دي چې د افغانستان ستونزه د نظامي اړخه یواځي نشي حل کیدای باید سیاسي حل لاره هم ورته پیدا سي او د حکومت ضد عناصرو سره مزاکرات وشي. په داسې حال کې چې ټول د افغانستان د ستونزې حل غواړي خو په عین وخت کې افغانان او ځیني نړیوال دا اندېښنې لري چې د حکومت ضد عناصرو سره د خبرو په درشل کې لاس ته راغلي بریالیتوبونه چې په بیلابیلو برخو کې په تیرو لسو کلونو کې رامنځ ته شوي دي د لاسه ونوځي. ولسمشر کرزي وویل چې د مخالفینو سره به خبرې د تیر لس کلن پرمختګ په معکوسېدو او قیمت ونسي. ،،آیا د سولې او بیا پخلاینې بهیر به نتیجې ته ورسېږي؟ بلی وبه رسېږي. آیا د سولې بهیر به مونږ بیرته هغه وخت ته یوسي چیري چې افغان میرمنو نشوای کولای چې کار وکړي؟ نه داسي به ونشي. آیا مونږ به د دې برسیره چې طالبان د افغانستان په ټولنیز او سیاسي بهیر کې برخه واخلي د برخې خپل ټول پرمختګونه حفظ کړو بلی حفظ به یې کړو. دا ډیره مهمه ده چې زه په دې پوهنتون کې دغه پیغام ورکړم ځکه څو کاله مخکي په همدغه پوهنتون کې د افغانستان او امریکا د میرمنو مشترکه شورا جوړه شوې وه.،،

ولسمشر کرزي وویل چې ۲۰۱۴ کال به یو ښه کال وي او هیله یې څرګنده کړه چې افغانستان به د پرمختګ پر خوا روان شي. دا چي د ولسمشر کرزي ډاډ او اطمینان د راتلونکې په هکله څومره واقع بینانه وي دا به وخت په ډاګه کړي.

حسیب الکوزی –واشنګټن
XS
SM
MD
LG