د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ځانګړي استازي له جمهور رییس کرزي سره وکتل


د امریکا ځانګړي استازي له جمهور رییس کرزي سره وکتل

د امریکا ځانګړي استازي له جمهور رییس کرزي سره وکتل

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن نن په کابل کې له جمهور رییس کرزي سره خبرې کړي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست یوه اعلامیه وايي، دواړه خواوې د افغانستان د سولې د بهیر، افغان امنیتي قواوو ته د مسولیتونو د سپارلو او د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون په اړه وغږېدل.

اعلامیه وايي، ښاغلي کرزي په غونډه کې له امریکا نه وغوښتل چې له اداري فساد سره په مبارزه کې له افغان حکومت سره ریښتینې همکاري کړي.

XS
SM
MD
LG