د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی د خبرو لپاره هند ته ورسید


کرزی د خبرو لپاره هند ته ورسید
کرزی د خبرو لپاره هند ته ورسید

افغان ولسمشر حامد کرزی نن د یو دوه ورځني سفر په ترڅ کې د هند پلازمینې نوي ډیلي ته ورسید.
ټاکل شوې ده چې هغه د هند د صدراعظم من مو هن سنګ سره د لیدنې پر مهال د همکارﺉ دوه اړخیز مهم تړونونه هم لاسلیک کړي.

هند ته دده د سفر پلان څو اونۍ مخکې ترتیب شوی و خو د ګډې همکارﺉ دا هڅې پداسې وخت کې تر سره کیږي چې پاکستان د هند او افغانستان ترمنځ د لا نږدې کیدو له ویرې زښت اندیښمن دی. ولسمشر کرزي د پاکستان او امریکا سره د خبرو لړۍ فسخه کړه چې موخه یې د طالبانو په ضد د مبارزی ګډه همکاري وه.

د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې له ډیرې اوږدې مودې راهیسې مخ په ترینګلتیا دي ځکه چې پر پاکستان باندې د اورپکو او تررستی ډلو د ملاتړ تور لګول شویدی او داسې ویل شوي چې پاکستان غواړي له دې لارې ددې ملګرتیا مخه ونیسي او پر افغانستان خپل نفوذ ټینګ وساتی.

XS
SM
MD
LG