د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی غواړي بیارغاونه او امنیت کې د ایران مرسته ترلاسه کړي


کرزی غواړي بیارغاونه او امنیت کې د ایران مرسته ترلاسه کړي
کرزی غواړي بیارغاونه او امنیت کې د ایران مرسته ترلاسه کړي

د ایران د دفاع وزیر جنرال احمد وحیدي چې په یو مهم سفر افغانستان ته د دوه اړخیزه اړیکو ټینګولو په هدف تللی دی، د یکشنبې په ورځ د جمهور رئیس حامدکرزي سره ملاقات وکړ.

واشنګټن غواړي په افغانستان کې شاوخوا د یوې لسیزې اوږد پوځي حضور کم کړي. کابل دې ته ځان چمتو کوي چې په خپل هیواد کې د ناټو په مشرئ ځواکونو نه د ځینو سیمو د امنیت چارې پخپله غاړه واخلي.

د ایران د دفاع وزیر وحیدي وویل هم په سیمه او هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت د ناامنئ عمده دلیل دی.

جمهور رئیس کرزي وویل د هغه هیواد هیله من دی چې د ایران نه د بیارغونې مرستې او په هیواد کې یې د ثبات ټینګیدو لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.

د جنرال وحیدي سره په یوه بله جلا لیدنه کې د افغانستان مرستیال جمهور رئیس مارشال محمد قسیم فهیم وویل ایران د سیمې په پرمختګ کې پوخ او څرګند نقش لري.

XS
SM
MD
LG