د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی وايي دده دفتر ته د ایران له خوا نه پیسې ورکول کیږي


کرزی وايي دده دفتر ته د ایران له خوا نه پیسې ورکول کیږي
کرزی وايي دده دفتر ته د ایران له خوا نه پیسې ورکول کیږي

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د دوشنبې په ورځ دا خبره ومنله چې دده دفتر ته له ایران نه په کال کې یو ځل یا دوه ځلې پیسې وررسیږي. هغه دغه کار د مالي مرستو یو شفاف عمل وباله.

ښاغلي کرزي وویل ایران دده دفتر ته په سوونو زره ډالره په مختلفو وختونو او مناسبتونو ورکړي دي.

کرزي په کابل کې خبریالانو ته د دوشنبې په ورځ وویل چې اېران دده دفتر ته د حکومتي لگښتونو لپاره ٩٧٥ زره ډالر ورکړیدي.

هغه وویل چې دا مسئله کومه پټه خبره نده او له هغو نغدو پیسو سره توپیر نلري چې د امریکا له خوا نه راکول کیږي.

د ښاغلی کرزي تبصری د نېوېارک ټاېمز دهغی مقالې په ځواب کې وې چې وايی د هغه اداري رئیس عمر داوود زی له ایران نه پیسې ترلاسه کوي چې د هغه هېواد گټې په افغانستان کې او د افغانستان د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې پرمخ بوزي. ښاغلي کرزي وویل چې داودزی دا پیسې د افغانستان د مشر د هدایاتو پر بنا ترلاسه کوي.

نیویارک ټایمز د یوې نامعلومې منبع له قوله لیکي چې ایران له خپل نفوذ نه استفاده کوي چې د افغانستان د مشر او د امریکا او ناټو تر منځ درز پیدا کاندي.

د ایران سفارت په افغانستان کې ددوشنبی په ورځ ددغه رپوټ په برخه کې د تبصرې په ترڅ کې هغه تمسخر امیز او توهینوونکی وباله.

نور تفصیلات:

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان جمهور رئیس او د هغه اداري رئیس دا پیسې د افغانستان د پارلمان وکیلانو، قومي مشرانو او د طالبانو قوماندانانو ته ورکړي چي د هغوی وفاداري لاسته راوړي.

ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې لویدیځو چارواکیو ددغو پیسو په باب وویل چې دا پیسې د جمهوري ریاست هغه بودیجه ده چې د سیاسی نفوذ د اخیستلو لپاره استعمالیږي.

یوه افغان چارواکی ورځپاڼی ته وویل چې دی په دې عقیده دی چې داودزي ته هره دوېمه میاشت کې د یو ملېون یا دوه ملیونو ډالرو په شاوخواکې پیسې ور رسیږي.

یوه دیپلومات د The Times ورځپاڼی ته وویل ځینی وخت ډیرې زیاتې پیسې چې تر ٦ ملیونو ډالرو پورې به رسېدلې په یو ځل هغوی ته ورکړل شويدي.

د نیوېارک ټایمز په رپوټ کې ویل شویدي چې د افغانستان یوه پخواني چارواکي وویل داسې ښکاري چې دا پیسې د داودزي په دفتر کې په یوه صندوق کې ایښودل شویدي.

XS
SM
MD
LG