د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي وعده کړی ده چې په افغانستان کی به دامنېت او سولې د راوستلو لپاره دجاپان دمالی مرستو نه په موثر ډول استفاده وکړی.
ښاغلي کرزي نن په توکیو کی د جاپان دصدراعظم ناتو کن سره یو ځای په ېوه گډ مطبوعاتی کانفرانس کی خبری کولی.
دافغانستان جمهور رئیس دجاپان د صدراعظم نه دهغې مرستی او ملاتړ مننه وکړه چې دجاپان حکومت ېې ورسره په هېوا د کی د اداری فساد په خلاف په مبارزه کی کوی.
پروسږکال په نوامبر کی دجاپان حکومت اعلان کړی ؤ چې دری ملېارده ډالر به دافغانستان دابادئ لپاره دښاغلي کرزي حکومت ته ورکوی ، چې دپولېسو په روزلو او تقوېه کولو، زراعت او ابادئ په پروژو باندی به مصرفېږی.
ښاغلی کرزی پرون دچېار شنبی په ورځ توکېو ته په ېوه پنځه ورخني سفر باندی ورسېده.
د کوم وخت نه چې هغه خپله دوهمه دوره شروع کړی ده دا ېې جاپان ته لومړی سفر دی چې کوی ېې.
د افغانستان جمهور رئیس نن د جاپان د امپراطور اکیهیتو او خارجه وزیر کاتسویا اوکاډا سره هم ملاقات وکړ.
ټاکل شوی ده چې ښاغلی کرزی به نن د جاپان د لویدېزو سیمو نه لیدنه وکړي او په هیروشیما کې به دهغو خلکو په یادگار باندی د گلانو گیډی کیږدي چې په ١٩۴٥ میلادی کال کی د امریکا له خوا په هیروشیما باندی د اتومی بم د استعمالولو په نتیجه کې مړه شوي دي.