د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی وايي ملک یې نورو وسلو ته اړتیا لري


کرزی وايي ملک یې نورو وسلو ته اړتیا لري

کرزی وايي ملک یې نورو وسلو ته اړتیا لري

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي لوړه کړې ده چې که ناټو د افغانستان امنیتي قواوو ته وسلې او تجهیزات برابر نکړي نو دوی به له نورو منابعو نه د خپلو قواو لپاره وسایل لاسته راوړي.

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې د سه شنبی په ورځ وویل چې دده حکومت په هغو وسایلو خوشاله ندی چې د ناټو شریکباڼؤ تر اوسه پورې ورته برابر کړي دي؛ دغه وسایل ناکافي بلل شویدي.

هغه وویل چې افغان قواوې، ددې لپاره چې تر ٢٠١۴ پورې د خپل هېواد بشپړ امنیتي مسوولیت په غاړه واخلي، نورې مرستې ته ضرورت لري.

دا هغه هدف او مقصد دی چې تېره اونی د پرتگال د لیزبن په ښار کې په رسمي توگه د ناټو له خوا نه منظور شو.

ښاغلي کرزي په کنفرانس کې وویل چې افغانستان دا ازادي لري چې د خپل پولیسو او پوځ د مجهز کولو لپاره له نورو ځایونو نه وسله او تجهیزات لاسته راوړي که چیرې ناټو دوی ته هغه څه ورنکړي چې دوی ورته ضرورت لري. خو هغه کومه خاصه منبع په دې برخه کې ذکر نکړله.

د انتقادونو سره سره، ښاغلي کرزي له افغانستان سره د ناټو د شراکت او انډیوالۍ ستاینه وکړله او وې ویل چې د ناټو ایتلاف به دده له هېواد سره تر ٢٠١۴ نه وروسته هم چې د جگړې نقش پای ته ورسیږي، مرسته وکړي.

رپوټ وايي چې اوس په افغانستان کې 150 زره خارجي قواوې پرتې دي او د طالبانو خلاف جگړه کې له حکومت سره مرسته کوي.

دغه جگړه اوس لسم کال ته ورداخل شوې ده.

XS
SM
MD
LG