د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر ولایت هوایي برید امریکا د افغانانو د مشورې پرته کړیدی، کرزی


افغان ولسمشر حامد کرزی وایي امریکا په هغه هوایي برید کې د افغان ځواکونو سره سلا مشوره نه وه کړې چې د لوګر په ولایت کې پکې 18 ملیکان ووژل شول.

ښاغلي کرزي خبرداری ورکړیدی چې حکومت به یې په راتلونکې کې دغسې اعمال د واشنتګن سره د خپل ملک د تړون نه ، سرغړاونه او په خپلې خاورې تیری وګڼي.

د کرزي ویاند ایمل فیضي وویل ولسمشر حامد کرزي نن د تحقیق کوونکو سره وکتل، او دې ته نتیجې ته ورسیده چې امریکایي عسکرو د افغان قواووسره د مشورې او همکارې نه پرته د چارشنبې د ورځی هوایي حمله کړې وه.

دغه پیښه د شپې په یاغیانو باندی چې په یوه کلي کې پټ شوی وو، کړیده. دا حملې د بین المللی نظامي اتلاف سره د جمهورریس کرزي په اړیکو کې یو غټ پاروونکی عمل بلل کیږي.

کرزی وایي په دغو حملو کې ملکي خلک مړه او زخمي کیږي.

نظامی مامورین وایي د طالبانو د مشرانو د نیولو او وژلو دپاره دغسې عملیات ګټوردي. د جمهورریس نطاق ایمل فیضی وایی:

XS
SM
MD
LG