د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي ملکي وژنې وغندلې ناټو بخښنه وغوښته


کرزي ملکي وژنې وغندلې ناټو بخښنه وغوښته
کرزي ملکي وژنې وغندلې ناټو بخښنه وغوښته

ناټو نن وروسته د هغې بخښنه او معذرت وغوښته چې د ابتدایې تحقیقاتو نه داخبره څرگنده شوه چې د ناټو ځواکونو د کونړ په ولایت کې ملکي خلک وژلي دي.

د ناټو يوه مطوعاتي اعلامیه وايي ابتدايي تحقیقات ښيي چې ایتلافی ځواکونو د کونړ د ولایت د پیچ په دره کې د خپلو عملیاتو په دوران کې سهوا په ملکي کسانو باندې هوايي حمله وکړه. ناټو وویل چې دغه حمله یې د وسله والو مخالفانو د راکټونو د ډزو په ځواب کې کړې وه.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پېټرېس وویل چې ایتلاف په دې اړه ډیر افسوس کوي او شخصا به د جمهور رییس کرزي نه معذرت وغواړي.

ددې نه مخکې نن جمهور ریس حامد کرزي پر نړیوالو ځواکونو باندی انتقاد وکړ او ویې ویل ٩ ماشومان چې خس او لرگي یې راټولول په هوايي حمله کې وژل شوي دي.

ښاغلي کرزي نن په دې اړه په یوه خپره شوې مطبوعاتي بیانیه کې وويل چې ناټو باید د تروریستانو د پټو ځایونو په لورې زیاته توجه وکړي.

د تېرو ٢ هفتو په دوران کې دا دوهم ځل دی چې د کونړ په ولایت کې د ناټو د پوځي عملیاتو په دوران کې د ملکی خلکو د وژل کېدلو په باب د افغانستان حکومت او ناټو متضاد نظرونه او دلایل وړاندې کوي.

بل خوا، مظاهره کوونکیو چې کنړ د ماڼوګۍ ولسوالۍ د ننګلام په سیمه کې یې د ټرافیکی لاره تړلې وه، د وژل شویو ماشومانو زده کوونکیوعکسونه یې په لاسونو کې نیولي وو او پر تورو ټوټو یې د بهرنیو قواوو د یادې پیښې غندنه لیکلې وه.

مظاهره کوونکو مرګ پر امریکا شعارونه ورکول او ویل یې د ناټو د قواوو په حمله کې نهه تنه معصوم ماشومان زده کوونکي وژل شوي او یو تن یې زخمی شوی دی.

دغو مظاهره کوونکیو ګواښ وکړ چې که ددغې پیښې عاملین محاکمه نه شي. نو دوی به لارې ګودرې وتړي او خپلو مظاهروته به همداسې دوام ورکړي.

د ولایتی شورا یوه غړي نصیرالله ساپي دغه عمل پر بشری حقونو یو لوی ګوزار وباله او ویې ویل په جګړه کې ښکیلې خواووې باید له ولسی مرګ ژوبلې لاس واخلي.

د ماڼوګي ولسوال عبدالرحمان بشردوست وایي چې د سیمې خلکو ددغې پېښې دعاملینو د نیولو او د داسې پېښو د بیا تکرارمخنیوي غوښتنه کوله.

که څه هم ایتلاف قواووتېره ورځ په جګړه کې وژل شوی کسان وسله وال مخالفین بلل خونن یی په یوې بلې خبرپاڼه کې دغه وژل شوی کسان ماشومان وګڼل.

تېره هفته د افغانستان د حکومت مامورانو وویل چې ٦۴ تنه ملکي کسان د کونړ په ولایت کې په یوه کلي کې د ناټو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په دوران کې وژل شوي دي. کرزي خبردارئ ورکړ که ناچټو دا ډول حملی بند ینه کړی نو دډېر سختو مشکلاتو سره به مخامخ شی.

په عېن وخت کې جمهور رییس کرزي په لندن کې د برتانیې د صدراعظم ډېوېډ کېمېرون سره وکتل اوپه داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه غواړي چې د هېواد د امنیت د ساتلو مسوولیت افغان ځواکونو ته ور وسپاري، د برېتانیې صدراعظم ورسره وعده وکړه چې د اوږدې مودې پورې به د افغانستان د حکومت سره خپلې مرستې جاري وساتي.

د برتانیې صدراعظم وايي غواړي چې د کال ٢٠١٥ میلادی پورې د افغانستان نه خپل ټول عسکر راوباسي. برتانیه په افغانستان کې تقریبا لس زره عسکر لري.

XS
SM
MD
LG