د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د ناټو د عسکرو د قانون د مصونیت مسله به ښايي ستونزمنه وي


افغان ولسمشر حامد کرزي خبرداری ورکړی دی چې د ناټو او امریکايي سرتیرو د قانوني مصونیت مسله به د ۲۰۱۴ کال وروسته ښايي یو لړ ستونزې رامنځ ته کړي.

اوس مهال په افغانستان کې د سلو زرو نه زیات امریکايي او د ناټو عسکر ځای پر ځای دي چې ټاکل شوې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به په افغانستان خپل محاربوي ماموریت پای ته ورسوي او د افغانستان څخه به ووځي خو څو زره قواووې به په دغه هیواد کې پاته شي چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه وروزي.

د ولسمشر کرزی خبرداری که چیري په اصلي معنی تعبییر شي او یو تاکتیکي حرکت نه وي نو د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ به یوه حیاتي موضوع وي.

په عراق کې واشنګټن هغه مهال خپلې ټولې قواووې راویستلې چې د عراقي چارواکو سره پر عین موضوع باندي موافقې ته سره ونه رسېدل او عراق امریکايي عسکرو ته د عراق د قانون په چوکاټ کې محاکمه کېدو مصونیت ورنکړ.
د افغانستان په مسله کې موضوع دې ته راځي چې کومه خوا بلي خوا ته زیات ضرورت لري. واشنګټن افغانستان ته ځکه اړتیا لري چې پرې نږدي چې افغانستان بیا د القاعدې او ترهګرو په ځالې بدل شي او افغانستان ځکه امریکا ته اړتیا لري چې د طلابانو پرضد په جګړه کې مرسته ورسره وکړي.

ولسمشر کرزي په یوې بیانیې کې وویل چې هغه د ناټو عمومي منشي ته د لیدو کاتو پرمهال وویل چې د افغانستان خلګ ښايي خپل حکومت ته اجازه ورنکړي چې د ناټو عسکرو ته د قانوني مصونیت امتیاز ورکړي.

ولسمشر کرزي وویل چې که چیري ناامني او جګړه په افغانستان کې ادامه پیدا کړي، د افغانستان پولې خوندي پاته نشي نو خلګ به دې ته زړه ښه نکړي چې دغه راز مصونیت ته اجازه ورکړي او دغه موضوع به د نورو موضوګانو په پرتله خورا ډیر اهمیت پیدا کړي.

ولسمشر کرزی په دې پوهېږي چې هغه په دې برخه کې برلاسی دی او د هغه د بیانیې څخه داسي برداشت اخیستل کېدای شي چې ګوني هغه د امریکا او ناټو د هیوادونو څخه د ۲۰۱۴ کال وروسته د هغه څه چې د افغانستان سره د مخه ژمنه شوې د نورو پیسو او ملاتړ غوښتونکی شي.
دغه راز ولسمشر کرزی باید خپلو خلګو ته هم پاملرنه وکړي چې ځیني وخت د هغه سختې نیوکې چې د لویدیځوالو پر نقش باندي یې په افغانستان کې کوي، په لویدیځ او امریکا کې د حکومتونو په منځ کې یو ډول حساسیت راپاروي.

په کابل کې د امریکا د سفارت ویاند د ای اف پی خبري آژانس ته ویلي دي چې د قانوني مصونیت په برخه کې لا مزاکرات نه دي پیل شوي او تمه کېږي چې مزاکرات به په نږدې راتلونکې کې پیل شي.
هغه د ولسمشر کرزي د څرګندونو په هکله د تبصرې نه ډډه کړې ده.
XS
SM
MD
LG