د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ریس کرزي د جمهور ریس اوباما سره ټلیفوني خبرې وکړې.


Afghan President Hamid Karzai, right, delivers a speech at the opening of the second year of the Afghanistan parliament in Kabul, Afghanistan, January 21, 2012.
Afghan President Hamid Karzai, right, delivers a speech at the opening of the second year of the Afghanistan parliament in Kabul, Afghanistan, January 21, 2012.

د افغانستان او امریکا جمهور رئیسانو حامدکرزي او بارک اوباما پرون شپه ، ټیلیفوني خبرې وکړې. جمهور رئیس کرزي د امريکا د متحده ايالاتو له جمهور رئيس سره پاکستان ته د خپل وروستي سفر او د دغه هېواد له حکومتي چارواکېو او د سیاسي او مذهبي ګوندونو له مشرانو سره د خپلو لیدنو کتنو په اړه خبرې وکړې.

جهوری رېاست دماڼی په ېوه اعلامیه کي ویل شوي دي چي په دغو ټیلیفوني خبرو کې دواړو جمهورو ریسانو د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړيکو، د سولې د بهیر او د سيمې د حالاتو په باب خبرې او د نظر تبادله وکړه

دسپینی مانۍ دوینا په قول دښاغلی کرزی او جمهوررئېس اوباما ترمنځ په هغه غونډه باندی هم خبری وشوی چې تیره هفته ئې په اسلام اباد کې دپاکستان دجمهوررئیس اصف علی زرداري او ایران جمهوررئیس محمدو احمدی نژاد سره کړی وه.

رپوټ وايی داخبرې، دانډیوالی اودافغانانو په مشرتابه دپخلاینی دملاتړد کوښښ یوه برخه دي. دسولی دخبرو په باره کې چې دطالبانو مشران پکی دخیل دی، تراوسه پورې ډیر رپوټونه خپاره شویدي.

XS
SM
MD
LG