د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د اسامه مرګ ښيي مشکل په افغانستان کې ندی


کرزی: د اسامه مرګ ښيي مشکل په افغانستان کې ندی
کرزی: د اسامه مرګ ښيي مشکل په افغانستان کې ندی

افغان جمهور رئیس حامد کرزي د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه ابن لادن وژل د خپلو هغو خبرو ښه ثبوت وګاڼه چې له تروریزم سره جګړه د افغانستان په کلیو او بانډو کې نده او نړیوال دې ددې جګړې پسې د هغو ځالو ته ورشي.

افغان جمهور رئیس حامد کرزی: ‪"‬لکه همدا نن تاسو وروڼو او خویندو د مطبوعاتو نه واورېدل چې اسامه ابن لادن د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په ایبټ اباد کې د خپلو اعمالو په سزا ورسېد اسامه ابن لادن هغه څوک وو چې لاس یې د زرګونو په زرګونو افغانانو، ماشومانو، ځوانانو، سپین ږېرو او سپین سرو په وژنه کې یې لاس ککړ وو، اسامه ابن لادن نه یوازې د افغانانو قاتل وو بلکې په نوره اسلامي نړۍ کې او د دنیا په نورو برخو کیې یې هم بیګناه خلک وژل دي.‪"‬

جمهور رئیس کرزي چې نن سهار په جمهوري ریاست کې له خپلو دوو مرستیالانو سره یو ځای خبریالانو ته د اسامه بن لادن د وژل کېدو د خبر په اړه غبرګون څرګنداوه وویل چې اسامه بن لادن نه یوازې د افغانانو په وژنه کې یې لاس درلود بلکې د ګڼو اسلامي نړۍ په تاوتریخوالو کې هم ښکېل وو او د هغه وژنه به ددې لامل شي چې په افغانستان، ګاونډي پاکستان او نورو غربي او اسلامي هیوادونو کې ارامي راشي.

جمهور رئیس کرزي وویل چې نړیواله ټولنه دې د دوی د خبرو په حقانیت ځان پوه کړي او له اسلام اباد سره نېږدې په ایبټ کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژل کېدل دا ښکاره کوي چې جګړه بل چېرې ده.

حامد کرزی، افغان جمهور رئیس: ‪"‬هیله لرو چې د تېرې ورځې د پېښې نه چې اسامه بن لادن د خپلو اعمالو په سزا ورسېد تروریزم محدود او ورک شي، افغانستان منطقه او په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان دوه دوست هیوادونه په ارامۍ او سوکالۍ کې ژوند وکړي.‪"‬

جمهور رئیس دا ډول په جمهوري ریاست کې یوې غونډې ته وویل چې پر طالبانو غږ کوي چې د اسامه بن لادن د وژل کېدو له پېښې عبرت واخلي او له جنګ دې تېر شي، هغه وویل د اسامه پر پیروانو هم همدا غږ کوي چې کړنې د مسلمانانو پرضد دي هغه وویل ایا دا اسامه ته ښه وه چې د ایبټ اباد په کلیو کې پټ وي او وژل کیږي او په سعودي کې وای او د اسلام خدمت یې کړی وای.

XS
SM
MD
LG