د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: داسي معلومېږي چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې صادق نه دی


افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر پاکستان باندې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د یوه پاکستاني مذهبي مشر د څرګندونو څخه چې وايي په افغانستان کې ځانمرګه بریدونه روا دي معلومېږي چې ګاونډی هېواد پاکستان د ترهګرۍ سره په مبارزه کې صادق نه دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي وویل چې افغانستان د ترهګرۍ پرضد د واقعي مبارزې غوښتنه کوي او غواړي چې پاکستان دا درک کړي چې دواړه هیوادونه په یوه اور کې سوځي. ښاغلي کرزي دغه خبرې د ناټو د عمومي منشي اندراس فاګ راسموسن سره په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

ولسمشر کرزي وویل چې پاکستان د دغه اور په وژلو کې حیاتي او مهم نقش لري.
ښاغلي کرزي دغه څرګندونې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ترې د هغه پاکستاني مذهبي مشر د تبصرو په هکله پوښتنه وسوه چې ویلي یې دي چې په افغانستان کې ځانمرګه بریدونه روا دي. ټاکل شوې وه چې دغه مذهبي مشر افغانستان ته سفر کړی وای.

یادشوی پاکستانی مذهبي مشر طاهر اشرفي نومېږي. نوموړي په دې ورستیو کې په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان کې ځانمرګه بریدونه ځکه روا دي چې افغانستان د ناټو د ځواکونو له خوا اشغال شوی دی.

ولسمشر کرزي وویل چې اشرفي د پاکستان د حکومت له خواه په پلاوي کې ګمارل شوی وو چې دا ښيي چې پاکستان د هغه د څرګندونو او نظریاتو څخه ملاتړ کوي.

د ناټو عمومي منشي اندراس فاګ راسموسن هم د اشرفي څرګندونې وغندلې او پر پاکستان باندي یې غږ وکړ چې د ترهګرۍ پرضد دي په مبارزه کې ډیره څه وکړي. ښاغلي اندراس فاګ راسموسن وویل ،، مونږ په واري واري د پاکستان د حکومت او پوځ څخه غوښتي دي چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې دي د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد خپل مبارزه زیاته کړي. که چیري مونږ د اوږدمهالې سولې غوښتنکي یوو نو د پاکستان مثبتې ښکیلتیا ته اړتیا لرو.،،


ولسمشر کرزي وویل چې ،،د ترهګرۍ پرضد عملي ګامونه نه اخیستل کېږي او دا چي په پاکستان کې وروستي بریدونه ښيي چې دغه ګاوندی هېواد د ګډوډۍ پر خوا روان دی،،.
خو اشرفي د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې د هغه تبصرې تحریف شوي دي او دا چي نوموړي ځانمرګي بریدونه غیر اسلامي ګڼلي دي.

نوموړي وویل چې د هغه نه د یوې مرکې په ترڅ کې په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو په هکله پوښتنه وشوه او هغه وویل چې دا طبیعي امر دی چې هر چیري چې د خلګو کورونه اشغال شي هغوي په جګړې لاس پوري کوي خو هغه وايي چې د خبرو مطلب یې ځانمرګه بریدونه نه وو.

اشرفي وویل چې د ولسمشر کرزي د دوشنبې د ورځې څرګندونو د پاکستاني مذهبي مشرانو دپاره په یو پلان شوي مذهبي کنفرانس کې د ګډون دروازه وتړله او د هغه پوري به دوي په دې غونډه کې برخه واخلي ترڅو پوري چې افغان حکومت بخښنه نه وي غوښتي. اشرفي دغه خبرې د اسوشیټیډ پریس سره د قاهرې څخه د یوه ټلفوني تماس په ترڅ کې کړي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیرې مودې راهیسي اړیکې سړې دي. افغانستان د پاکستان اهدافو ته په دغه هېواد کې چې د طالبانو د رجیم ملاتړ یې کاوه او د ډیرې مودې راهیسي خپل په سرحدي سیمو کې د طالبانو د پټن ځایونو پرضد یا څه نه کوي او یا یې نشي کولای، د شک په سترګه ګوري. په پاکستان کې د اسامه بن لادن پیدا کیدل او وژل کېدل د افغانستان شک لا پسي زیات کړی دی.

ولسمشر کرزي وویل چې وضع د ټولو دپاره د کنټرول څخه د وتلو په حال کې ده او دا کار نه د افغانستان، نه د پاکستان او نه هم د سیمې په ګټه دی.
XS
SM
MD
LG