د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او پاکستاني مشرانو د ویکي لیکس الزامونه رد کړل


افغان او پاکستاني مشرانو د ویکي لیکس الزامونه رد کړل

افغان او پاکستاني مشرانو د ویکي لیکس الزامونه رد کړل

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلانی هغه الزامونه رد کړي دي چې د امریکا د خارجه وزارت په افشا شوو سري اسنادو کې د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي پر خلاف لگول شوي دي.

په دغو محرمو اسنادو کې چې ویکي لیکس وېب پاڼې په روانه هفته کې خپاره کړل، ښاغلي کرزي په سیاسي ډول د یوه ډېرکمزوري شخص په توگه معرفی شوی دی.

یوسف رضا گیلاني چې پرون دشنبی په ورځ ېې په کابل کی دښاغلي حامد کرزي سره په ېوه شرېک مطبوعاتی کانفرانس کې خبری کولې، خبرېالانو ته ووېل، دا چې په دغو راپورونو کې ویل شوي چې ښاغلی کرزی په خپلو استخباراتی ادارو باندی کنترول نه لري غالبا دا فقط د امریکا د حکومت د کمې رتبو مامورانو نظر دی او ډېر جدي باید ونه گڼل شي.

یوسف رضا گېلاني ووېل چې ډیر اعتبار باید په وېکېلکس باندې هم ونه شي.

له بلي خوا جمهور رئیس حامد کرزي پرون د افغانستان د مالي د وزیر عمر ذاخېلوال نه دفاع وکړه.

د امریکا د سفارت په یوه دېپلوماتیکې سند کې د ښاغلي زاخېلوال له قوله ویل شوي ؤ چې جمهور رئیس کرزي یو کمزوری سړی دی.

ښاغلي کرزي وویل چې گمان نه کوم چې د مالیې وزیر دی دا خبره کړې وي.

او ښاغلي زاخېلوال هم پرون په دې خبره ډېر زیات تاکید وکړ چې هیڅکله یې د جمهور رئیس د شخصیت په اړه داسې کومه خبره نه ده کړې.

هغه په کابل کې د امریکا په سفیر کارل ایکنبري باندې تور ولگاوه چې د هغه نظر یې په سمه توگه نه دی نقل کړی.

د افغانستان د مالیې وزیر وویل چې دا ډول پیښې په واقعیت کې د باهمې باور او اعتماد برخلاف یو عمل دی او ددې نه وروسته به د امریکا د سفیر سره زمونږ تعمل د پخوا په شان دوام ونه لري.

د وېکې لیکس وېب پاڼې د نړئ د یو شمېر نورو هېوادونو د مشرانو په اړه هم په زرگونه سري اسناد چې په خارج کې د امریکا سفارتونو رالېږلي ؤ افشا کړي دي.

د امریکا د خارجه وزارت ماموران وايي چې ددغو اسنادو د افشا کېدلو په نتیجه کې د امریکا دېپلوماتېکي هلو ځلو ته ډیر زیات نقصان رسیدلي دي.

XS
SM
MD
LG