د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزي ۲۰ 'ځانمرګي' ماشومان وبخښل


ولسمشر کرزي ۲۰ 'ځانمرګي' ماشومان وبخښل
ولسمشر کرزي ۲۰ 'ځانمرګي' ماشومان وبخښل

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي امر کړیدی چې هغه شل تنه ماشومان له زندان نه خوشې کړي چې په دې تور نېول شوي وو چې په ځان مرګو برېدونوکې لتاړ دي.

جمهوررئیس کرزي نن له دغو ماشومانو سره د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وکتل.

ښاغلي کرزی دغو ماشومانو ته وویل چې دغه راز بریدونه غیراسلامي دي او هغوی یې دېته وهڅول چې د تشدد او مرګ ژوبلې لاره ترک کړي او بله سوله ئېزه لاره د ژوند لپاره غوره کړي.

افغان ولسمشر امر وکړ چې دغه ماشومان دې خوشې کړی شي او خپلو مېندو پلرونو ته دې وروسپارل شي.

رپوټ وايي چې طالبانو په ماضي کې د ماشومانو نه هم د ځان مرګو برېدونو په کولو کې کار اخېستی دی.

د سږ کال د می په میاشت کې افغان چارواکیو وویل چې یوه ۱۲ کلن هلک په ځان مرګی برید کې د پکتیکا په ولایت کې څلور کسان له ځان سره ووژل .

په یوه جلا خبر کې ویل شویدي چې ناټو د چارشنبی په ورځ وویل د دوی یو عسکر د افغانستان په جنوب کې د یاغیانو په برید کې ووژل شو. د ناټو ایتلاف په دې برخه کې نور تفصیل ندی خپور کړی.

XS
SM
MD
LG