د لاس رسي وړ اتصالات

د پیټریس سره د کرزي مقاومت


د پیټریس سره د کرزي مقاومت
د پیټریس سره د کرزي مقاومت

د امریکا یوه مهمه ورځپاڼه رپوټ ورکوي چی په افغانستان کي د امریکا او ناتو د قواو قوماندان د هغه هیواد د جمهوررئیس حامد کرزي له خوا د مقاومت سره مخامخ شویدی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي نن د شنبې په ورځ رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چی د جمهوررئیس کرزي سره د جنرال ډیوډ پیټریس په لومړني ملاقات کي وروسته له هغه سختي را پیدا شوه چي د افغانستان جمهوررئیس د هغه پلان سره بیا خپل مخالفت څرګند کړ چی غواړي په محلي دفاعي پروګرامونو کي دي کلیوالو ته برخه ورکړل شي.

د محلي دفاع پروګرامونه په افغانستان کي د امریکا د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده. واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایی چی ددې پلان سره د ښاغلي کرزي مخالفت جنرال پیټریس چی کوشش کوي د افغانستان د مشر سره د همکارۍ رابطه قائمه کړي، مخکي له مخکي د چیلینج سره مخامخ کوي.

XS
SM
MD
LG