د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی طالبانو ته: جګړه د بهرنيو پوځيانو وتل ځنډوي


کرزی طالبانو ته: جګړه د بهرنيو پوځيانو وتل ځنډوي
کرزی طالبانو ته: جګړه د بهرنيو پوځيانو وتل ځنډوي

د افغانستان جمهور رئیس وايي د امنیت د انتقال د پروسې له پیل سره سم د طالبانو او نورو وسلوالو مخالفینو هغې پلمې ته ځای ندی پاتې چې ګواکې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې جنګیږي.

جمهور رئیس کرزي وویل که طالبان لا هم وسلوال جنګ کوي نو دوی په خپله د بهرنیو قواوو حضور ته کار کوي او نه غواړي چې خارجي قواووې دې له افغانستان ووځي.

ښاغلي کرزي چې د ارګ په ماڼۍ کې یې د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت چارواکو، جنرالانو او قومندانو ته د امنیت د انتقال د لومړۍ مرحلې د پای ته رسېدو وروسته خبرې کولې وویل چې افغان حکومت په دومره نړیوال حضور کې خپل استقلالیت ساتلی او د افغان دولت په خپلواکۍ هغه وسلوال مخالفین چې ورسره ګوري هم اعتراف کوي.

جمهور رئیس یو ځل بیا په وسلوالو مخالفینو د سولې او روغې جوړې غږ وکړ.

جمهور رئیس کرزي په خپلو خبرو کې دا ډول له امریکا سره د ستراتيژیک تړون په اړه وویل چې لا هم موافقې ته ورسره ندي رسېدلي ولې خپل شرايط یې ورته وړاندې کړي او د هغوی شرایط هم ورته رسېدلي دي.

حامد کرزی: "لا تر اوسه پدې اړه توافق ته نه یو رسېدلي ولې مطمئین اوسئ یوازې په هغه حالت کې دا موافقه کیږي چې زمونږه شرایط ومنل شي، د افغانستان شرایط او منفعتونه ومنل شي"

جمهور رئیس پدې غونډه کې دا ډول وویل چې افغان دولت د ټولو هغو هیوادونو چې دلته حضور لري او ګاونډیانو کړنې او منفعتونه ارزوي ترڅو د نورو هیوادونو د سیالیو له ډګر یې وژغوري.

XS
SM
MD
LG