د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزي له کاندیداتورۍ د خپل ورور تېرېدل وستایل


افغان ولسمشر حامد کرزی سریلنکا ته له درې ورځني سفر وروسته نن د جمعې په ورځ (۸-۳-۲۰۱۴) بېرته کابل ته راورسېد.

کابل ته د ولسمشر کرزي تر بېرته راتګ یوه ورځ وړاندې ، د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د ده کاندید ورور قیوم کرزي د خپل بل سیال زلمي رسول په ګټې له کاندیدتورۍ لاس په سر شو.
ولسمشر کرزي له خبریالانو سره په خبرو کې که څه هم دغه کار د خپل ورور شخصي پرېکړه وبلله خو زیاته یې کړه چې، له کاندیداتور د قیوم کرزي لاس په سر کېدل به په ټانکو کې د بهرنیانو د لاسوهنې کچې کمه کړي، ده دا وضاحت ورنکړ چې په دغه کارسره بهرنۍ لاسوهنه څنګه کمېدی شي؟

په تېرو انتخاباتو کې ولسمشر کرزي شمېر بهرنیان تورن کړي و چې د ده په ټکو غوښتل یې افغانستان کې د خپلې خوښې کوم کاندید واک ته ورسوي.

د ارګ په اعلامیه کې د ښاغلي کرزي له خولې راغلي( ما له خپل ورور څخه غوښتنه کړې وه چې له کاندیداتورۍ لاس واخلي) خو دايي نه دي ویلي چې خپل ورور ته د کوم بل مشخص کاندید د ملاتړ او ننګې سپارښتنه او لارښوونه هم کړې وه که څنګه؟

د ولسمشر کرزي ځینې سیاسي مخالفین او د ولسمشرۍ کاندیدان پر هغه تور لګوي چې په نامستقیم ډول د زلمي رسول ننګه کوي او ملا یې تړي.

د ارک د اعلاميي له مخې ولسمشر کرزي خپله خبره بیا تکرار کړه چې په ټاکنو کې له کوم ځانګړي کاندید څخه ملاتړ نکوي او دا چې ټول کاندیدان پېژني او له ځینو سره یې له نژدې هم کار کړی دی . ده ټېنګار وکړ چې بریالي کیدونکي کاندید ته به په سوله اییز ډول د واک چارې وسپاري او که اړتیا وه له راتلونکي ولسمشر سره به خپلې تېرې ۱۲ کلنې تجربې هم شریکې کړې .

ولسمشر کرزي نامستقیم ډول د واشنګټن – کابل تر منځ د دوو اړخیز تړون په اړه خپل مخکني شرط بیا یاد کړ، هغه داسې له بهرنۍ نړۍ سره هر ډول اړیکه باید په افغانستان کې سوله راولي.

ده په زغرده وویل چې امریکايي سرتیري په بشپړ ډول له افغانستان څخه نه وځي او که امنیتي تړون لاسلیک شي، ښايي یو شمېر سرتیري یې په دغه هېواد کې پاتې شي.
ولسشمر حامد کرزي سریلنکا ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې چې د کابېنې ځینې وزیران او نور لوړو پوړي چارواکي هم ورسره و، له دغه هېواد سره په یو شمېر برخو کې د ګډو همکاریو یو لړ تړونونه لاسلیک کړل .

د روغتیا او اقتصادي برخې ترڅنګ، افغانستان له سریلنکا سره د کریکټ د ودې په برخه کې د مرستې یو تړون هم لاسلیک کړ، سریلنکا په کریکټ کې د نړۍ د سر سر هېوادونو په کتار کې راځي او یو وارې د دغې لوبې نړیواله اتلولي یې هم ګټلې ده، د افغانستان او سریلنکا د کریکټ ټیمونه ، څو ورځې وړاندې په بنګلدیش کې په لومړي ځل له یو بل سره مخامخ شول، خو سریلنکا لوبه وګټله .

سریلنکا د جنوبي اسیا هغه هېواد دی چې په دې وروستیو کلونو کې له کورنۍ جګړې او تامیلي یاغیانو له بریدونو راوتلی دی، ښايي سریلنکايي ولسمشر راجاپاسکا له خپل افغان سیال حامد کرزي سره د خپلو مخالفینو د ځپلو او په ناامنو سیمو کې د امنیت ټېنګولو په تړاوو هم ځینې تجربې شریکې کړې وي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG