د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د سولې قاصد تروریست وو


کرزی: د سولې قاصد تروریست وو
کرزی: د سولې قاصد تروریست وو

"دمخه تردې چې زه نیویارک ته رهی شم، د سولې د عالي شورا منشي ښاغلي ستانکزي دا پیغام راوړ چې د طالبانو د تحریک نه څوک راغلي او یوه کیسټه یی راوړې چې پکې د طالبانو د تحریک د استازي مولوی عنایت الله مخدوم د سولې پیغام ثبت شوی.

ما هم لکه د استاد په ډیرې بیړې دغه کیسټه راوغوښته او وا مې ورېده. ډیره عجیبه ده، په دې کیسټې کې د سولې د عالي شورا او استاد رباني په ادرس ښې خبرې شوې او ښاغلي رباني د ګران استاد، محترم استاد او په نورو معززو القابو ستایل شوی وو. خو موږ ولیدل چې دا القاب دروغ او د سولې په نامه چل ول وو. د دین، اسلام او قران نه استفاده یوه دسیسه وه او قاصد، قاتل راوخوت. خو زموږ له خوا یو معزز شخصیت، یو مجاهد او ددین عالم ددې پيغام د اوریدو لپاره چې موږ پرې د سولې د پیغام ګومان کړی وو په بیړه راغی چې دا پيغام واخلي او د سولې لپاره کار وکړي خو شهید کړای شو".

دا د افغان ولسمشر حامد کرزي خبري دي چې د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني

د وژنې د څرنګوالې په هکله یې وکړې.

ولسمشر کرزی چې بیګا ماښام له امریکا نه هیواد ته راستون شوی وو نن یې د ولسمشرﺉ په ماڼۍ کې له خبریالانو سره وکتل.

حامد کرزی په داسی حال کې چې دده مرستیالان، د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدالرب رسول سیاف او د افغان دولت ځینې نور لوړپوړي چارواکي یې تر څنګ ولاړ وو د ښاغلي رباني وژنه وغندله.

ښاغلي کرزي د سولې په لار کی د استاد ربانی هلې ځلې ستایلې.

"خپله په همغه صداقت چې د سولې لپاره یې درلوده ورمنډه یې کړه د سولې قاصد ته خو قاصد قاتل وو او دوی شهید شو پکښې".

ښاغلي کرزي برهان الدین رباني د سولې شهید وباله: "زموږ ګران استاد د افغانستان د سولی شهید دی"

ډیری ګنګوسې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر په وژنه کې د یو ګاونډي هیواد لاس شریک بولي.

شنونکي وایي د ولسمشر په نننیو خبرو کې هم د ګاونډي پاکستان د تورنولو رنګ و بوی ښکاریده.

ولسمشر د ښاغلي رباني په ګډون د پاکستاني مشرانو سره د یوې پخوانۍ لیدنې حال بیانوي او وایي استاد رباني پاکستاني مشران هڅولي وو چې نه یوازې د افغانستان لپاره بلکه د خپل هیواد لپاره دې هم د سولې هڅې ګړندۍ کړي.

ګرامي استاد، زه او داوود زی په پاکستان کې د یو خاص مجلس لپاره له پاکستاني حکومتي چارواکو سره کښیناستو. استاد په هغه خاص مجلس کې اتمام حجت وکړ او هغوی ته یې وویل چې زموږ هلې ځلې او هیله یوازې د افغانستان د سولې لپاره نه ده بلکه موږ د پاکستان لپاره هم سوله غواړو نو پاکستاني ورونو او مشرانو که زموږ سره همکاري کوﺉ ډیره یې د پاکستان لپاره وکړﺉ او لږه یې زموږ لپاره ځکه زموږ اندیښنه نه یوازې د افغانستان لپاره بلکه د پاکستان د ثبات لپاره هم ده.

ځینې کسان د استاد رباني وژنه یوه مشکوکه او مرموزه وژنه ګڼي. خو ځینې نور بیا په دِغه پیښه کې د ښاغلي کرزي لاس شریک ګڼي. د هیلې او بدلون د ایتلاف مشر ډاکتر عبدالله وایي کرزی باید دې پوښتنی ته ځواب ورکړي چې ولې یې په ټینګار سره د ښاغلي رباني نه غوښتي چې ددې په اصطلاح د سولې له قاصد سره وګوري.

لا روښانه نده چې هغه کیسټې چې د سولې پيغام یې راوړی وو د کومې مخالفې ډلې له خوا ښاغلي کرزي ته وراستول شوې وې.

طالبانو هم تر اوسه ددې پیښې مسولیت نه دی منلی خو په هغه لیک کې چې ځینو رسنیو ته یې استولی ویلي یې دي چې لا نه غواړي په دې هکله څه ووایي.

د ښاغلی رباني مړی به سبا په کابل کې خاورو ته سپارل کیږي او د ولسمشر د دفتر په دې اړه له کابل ښاریانوغوښتي چې ولسمشرۍ ماڼۍ، وزیر اکبر خان مینې او مسعود څلور لاري ته څیرمه لارو کوڅو کې دې تګ راتګ نه کوي.

XS
SM
MD
LG