د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د عسکرو د ایستلو د اعلان هرکلی وکړ


کرزي د عسکرو د ایستلو د اعلان هرکلی وکړ

کرزي د عسکرو د ایستلو د اعلان هرکلی وکړ

جمهور رئیس کرزي د امریکا د جمهور رئیس براک اوباما د تېرې شپې د اعلان چې له افغانستان نه به د ۲۰۱۲ کال تر پایه خپل ۳۳ زره عسکر وباسي هرکلی وکړ او وې ویل چې افغان ولس ته د خپلې خاورې د اختیار د ترلاسه کولو مبارکي ورکوي.

هغه وویل د بهرنیو ځواکونو وتل او د انتقال پروسه ددې معنی ورکوي چې افغان ځواکونه اوس وړتیا لري، جمهور رئیس وویل د نړیوالې ټولنې د هرې مرستې قدر کوي او نه یې هیروي خو افغانان د خپلې خاورې اختیار په خپل لاس کې غواړي.

جمهور رئیس کرزي په خپل غبرګون کې چې د ارګ په ماڼۍ کې پداسې حال کې چې مرستیالان او د حکومت لوړ پوړي چارواکي یې هم حاضر وو وویل چې دا ورځ افغانانو لپاره خورا مهمه ده او تاریخ ثابته کړې چې افغانانو خپله خاوره ساتلې او اوس به یې هم ساتي، هغه وویل د امنیت د انتقال پروسه مهمه ده او باید په سمه توګه یې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG