د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي په طالبانو غږ وکړ چې ښوونځې دي نه تړي


افغان ولسمشر حامد کرزي پر وسله والو مخالفینو ږغ و کړ چی ښونځي دې نه تړي او د افغانانو د با سواده کیدو مخه دی نه نیسي.

د افغانستان ولسمشر د بډایه افغانانو نه هم وغوښتل چې د معارف د ودې لپآره دې مټې را ونغاړي په همدې حال کې دمعارف وزیر لا هم د معارف په لاره کی پرتی ستونزی بی شمیره ګنی

د ۱۳۹۱ تعلیمي کال د مکتب د زنګ په کړنګولو سره د حامد کرزي په لاس پرانستل شو .

ولسمشر کرزی د معارف لس کلنې لاس ته راوړنې ښې ارزوي او د معارف د بریالیتوبونو ستاینه کوي په همدی حال کی د هغو افغان ځوانانو ستاینه هم کوي چی په نړیوالو ډګرونو کې د سترو ازموینو او مقابلو نه سر لوړي را وځي او ډیرې بریاوې هیواد ته ورپه لاس کوي .

حامد کرزی د معارف له وزارت نه غواړي چې په هیواد کی دې د خصوصي ښونځو سویه نړیوالی کچې ته ور برابره کړې .او د دغو ښونځیو نه دی په کلکه څارنه وکړي

ولسمشر کرزی په مخالفو وسله والو ډلو هم ږغ وکړ چی د ښونځو له ټړلو ، ښونکو او زده کونکو د وژلو او ځ،رولو نه دی ډډه وکړی

ولسمشر د مخالفینو دغه کار د دین او وطن سره دښمنی ده چی د ملک د وروسته پاته کیدو لامل ګرځی.

زه دلته پّه ټولو مخالفو وسله والو ډلو په تیره بیا پر طالبانو چی ښونځی د هغوی په نوم بند ساتل کیږی په وار وار می ږغ کړی او یو ځل بیا ږغ کوم چی دا کار دی نه کوي دا د اسلام ، وطن ، دین او خلکو سره دښمنی ده دا په بیچارګی کی د وطن ساتل دی که دوی د وطن د ازادی دعوه لری نوپوه دی شی جی وطن یواځی د تعلیم یافته ځوانانو په مټ ازاده ساتل کیږی نو که دوی ښ،نځی تړی نو د هیواد د ازادی نه بلکه د مرییتوب لپآره کار کوی دوی غواړی چی هیواد دی تل تر تله د پردیو غلام پآته شی، او د ګاونډی مجتاجه دی وی . زه په ورورولی او شکسته ګی له دوی نه غواړم چی ښونځی دی نه تړی ، ښونکی او زده کونکی دی نه ازاروی ، دینی عالمانو ته دی زیان نه رسوی

ولسمشر د معارف د ودی او پءمختګ په لار کی د نړیوالو مرستو نه مننه وکړه او په کور دننه پانګه وال یی هم دی ته وهڅول چی باید په دغه لار کی هم خپأی پانګی او پيسی وکاروی

موږ د ټولی دنیا د پيسو نه استفاده وکړه دا پيسی چی جاپان يا امریکه یا نور هیوادونه یی موږ ته راکوی دا د هغوی د زیار زحمت بیسی دی زموږ خپلو شتمنو هم د معارف د ودی په لار کی ونډّ اخیستی او که نه . تری هیله کوو چی په دغه لار کی دی هم لازمه ونده واخلی

خو د ولسمشر د ټولو هیلو سره سره د افغانستان د معارف وزیر فاروق وردک وایی لا هم په تول هیواد کی د معارف د تعمیم په لار کی پرتی ستونزی خورا فراخی دی

د هیواد یو نیم ملیونه وږګړی بیسواده دی ، ۲۳۰ ولسوالیو کی ښځینه معلمانی نشته ، یواځی ۴۱ پّ سلو کی ښ،نکی معاری زده کړی لري ، ۵۰ په سلو کی ښونځی ودانی نلري ، او لا تر اوسه دیری ښونځی د ماشومانو پر مخ بند دي

ږغ د نا امنیو له کبله اوس هم د هیواد پهّ ۹ ولایاتو کی ۵۵۷ ښونځی بند دی چی د دوه لکه ماشومانو په مخ یی د خدای د پيژند ګلوی دروازی بندی کړی دی

د معارف وزیر د دغو ستونځو او ننګونو د هوارولو لپاره خپلی ارادی مظبوطی ګڼی او وایی روان کال کی به ۱/۴ ملیونه نوی شاګردان ښونځو ته ورداخل کړي . چی ۴۰ په سلو کی به یی نجونی وی

او د سږنی کانکور ازموینی ۶۰۰۰۰ زده کونکی به د معارف په تحصیلی ادارو کی په کار او زده کړو وګماری

فاروق وردک وایی روان کال به یو دم ۱۱۰۰۰ نوی ښونکی په کار وګماري او ۱۰۲۷ نوی تعلیمی موسسی به را منځ ته کړی او په دریو ولایتونو کی به د ۲۵ ملیونه دالرو په ارزښت نوی ښوونځي هم جوړ کړی .

له دی ټولو سره سره د ولسمشر کرزی د ژمنې په اساس به روان کال افغان دولت ۱۰ ملیونه دالره په بهر کی د افغان زده کونکو د لوړو زده کړو په لار کی ولګول شی او ۱۰۰۰ تنه افغان محصلان به بهر ته د تحصیل لپآره ولیږل شی

XS
SM
MD
LG