د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: بله میاشت به له ناټو نه افغانانو ته واک سپارل پیل شي


کرزی: بله میاشت به له ناټو نه افغانانو ته واک سپارل پیل شي
کرزی: بله میاشت به له ناټو نه افغانانو ته واک سپارل پیل شي

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزئ وایی چی په نظر کی لری په راتلونکې میاشت کی به د ناتو د قواوو نه افغان امنیتی قواوو ته د امنیتی چارو د مسؤلیت د سپارلو د لومړي پړاو اعلان وکړي .

ښاغلي کرزي نن د جرمنی د مونیخ په ښار کی یوه نړیوال کنفرانس ته وویل چی د هغه حکومت په دی هوډ دئ چی په دی انتقالي مرحله کی د افغانستان د حکومت رهبري او خود مختاریت څرگند کړي.

هغه زیاته کړه چی د دی کار لپاره یی د مارچ یوویشتمه نیټه ټاکلی ځکه چی دا د افغانانو د نوي کال لومړۍ ورځ ده، جمهور ریس په دی اړه نور تفصیل ورنکړ.

د امریکا جمهور ریس براک اوباما ویلی چی د جولای په میاشت کی به د افغانستان نه د امریکایی عسکرو د ایستلو لړۍ پیل کړي، خو ویل کیږی چی دا شمیر به ډیر کم وي او د ناتو چارواکیو په دی ټینگار کړئ چی افغان قواوو ته به د امنیت د سپارلو پروسه تدریجی وی او په عینی شرایطو پوری به تړلی وې=

ناتو ویلی چی په ٢٠١۴ م کی به د افغانستان د امنیت ټول مسؤلیت افغان قواوو ته وسپاري.

دغه راز د مونیخ په غونډې کې د ناتو عمومي قوماندان ادمیرال جیمز ستاوردیز هم خبرې وکړې.

هغه وویل چی د افغانستان په جگړه کی چی کومی لاس ته راوړنی تر لاسه شوې هغه ثابتی نه دې او کیدای شی هغه برعکس شي خو په مجموع کی یی دا لاس ته راوړنی د پرمختگ نښې نښانې وبللې.

XS
SM
MD
LG